Add new comment

په کندهار کې د دويم پړاو ټاکنو د خونديتوب په موخه عمليات پيل کېږي

 

 
کندهار (پژواک ١٧ غويى ٩٣): د کندهار ولايت مقام په اوونيزه امنيتي غونډه کې په دغه ولايت کې د چمتو ٤ په نوم د چاڼيزو عملياتو د پيلولو پرېکړه وشوه.
 دغه عمليات د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو د امنيت او خونديتوب په موخه تر سره کېږي.
 په دې امنيتي غونډه کې د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا، د ولايت مرستيال عبدالقديم پتيال، د ملي امنيت رئيس جنرال عيسى محمد او د افغان او ايساف ځواکونو يو شمېر نورو مسوولينو برخه لرله.
 په دغې غونډه کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو د لومړۍ لوا قوماندان ډګروال تېمور شاه غوري وويل، په را روانه اونۍ کې به د کندهار په ځينو سيمو کې د چمتو ٤ په نوم عمليات پيلوي.
 هغه زياته کړه، د دغو عملياتو موخه چې ټول امنيتي ارګانونه به په کې شامل وي، د ټاکنو د دويم پړاو امنيت ساتل او خوندي تر سره کېدل دي.
 د نوموړي په وينا، د دغو چاڼيزو عملياتو له لارې به د وسله والو مخالفينو د هغو فعاليتونو مخه ونيول شي، چې د هوا له ګرمېدو سره په ځينو ساحو کې ډېر شوي، چې له مخې به يې خلکو ته د ژوند کولو او په دويم پړاو ټاکنو کې برخې اخيستو ته زمينه برابره شي.
 هغه وويل، د امنيتي ځواکونو تر منځ همغږي د دې لامل شوې ده، چې په دغه ولايت کې په دوامداره توګه امنيت خوندي کړاى شي.
 د کندهار د ملي امنيت رئيس جنرال عيسى محمد هم وويل، چې د هغوى د فعاليتونو په پايله کې د وسله والو مخالفينو ډېر پلانونه شنډ شوي او هغوى نه دي پرېښودل شوي، چې شته امنيت ګډوډ کړي.
 خو هغه لا هم د امنيت د خوندي کولو په برخه کې د نمبر پلېټ نه لرونکو موټرونو شتون لويه ستونزه وګڼله.
 ده وويل، په کندهار کې ډېر داسې موټرونه چلېږي چې نمبر پلېټ نه لري، دغه راز د کندهار- هلمند او کندهار- سپين بولدک پر لويو لارو چلېدونکي ډېر موټرونه پلېټونه نه لري، چې دا د امنيت پر وړاندې لوى خنډ دى.
 په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د دغې ستونزې د حل لپاره به ډېر ژر لازم تدابير ونيول شي.
 د دې تر څنګ په روانه اونۍ کې د کندهار په سرحدي ولسواليو کې پر يو شمېر امنيتي پوستو د وسله والو مخالفينو د وسله والو بريدونو په اړه هم خبرې وشوې.
 چارواکو وويل، چې سرحدي سرتېرو د دغو بريدونو پر وړاندې مقاومت کړى او وسله وال يې شا ته تمبولي دي.
 د کندهار والي د امنيت د خونديتوب لپاره د افغان ځواکونو هڅې وستايلې او په دې برخه کې يې د لا ډېر کار غوښتنه وکړه.
 د يادونې وړ ده، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د لومړي پړاو ټاکنو پر مهال، چې د وري په ١٦مه په ټول هېواد کې وشوې، په کندهار ولايت کې د امنيت د خونديتوب په موخه چمتو١، چمتو٢ او چمتو٣ عمليات تر سره شوي، چې اوس يې چارواکي د چمتو٤ عملياتو د پيلېدو خبر ورکوي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.