Add new comment

Vote recounting process in Balkh completed

 
مزارشريف (پژواک ٣ غويى ٩٣): د بلخ د ټاکنيزون شکايتو د کمېسيون مسوولين وايي، چې په دغه ولايت کې يې د ولسمشرۍ د ټاکنو د ۱۲۱ صندقونو بيا کتنه او شمېرنه پای ته ورسوله او د دريو احتياطي مرکزونو صندوقونه باطل اعلان شوي دي.
د دغه ولايت د ټاکنو د شکايتو کمېسيون مسوول دادمحمد انابي د غويي په ۳مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره اونۍ د ولسمشرۍ د ټاکنو د ۲۷ مرکزونو د ۱۲۱ صندوقونو د بياکتنې او شمېرنې لړۍ پيل کړې وه.
نوموړي زياته کړه، چې په يادو مرکزونو کې ۱۶ مرکزونه د دوی د څېړنې په ترڅ کې او ۱۱ نور د شکايتو کمېسيون د مرکزي دفتر په امر د بيا ځلې شمېرنې او کتنې په موخه قرنطين شوي وو.
د هغه په وينا، دغه مرکزونه د بلخ ولايت په ټولو سيمو پورې اړوند دي؛ خو ډېری يې د مزارشريف ښار، زارع، چمتال او چاربولک ولسواليو دي.
انابي وويل، چې يادو ډېری صندوقونو کې تخنيکي ستونزې وې، چې د رايې په شمېر کې يې کمښت راوستی، خو د باطلېدو چانس يې خورا کم دی.
نوموړي د تخنيکي ستونزو په اړه داسې وويل: ((په ځينو صندقونو کې به د پايلو فورمې نه وې، د ځينو به قفل مات و، پر ځينو پاڼو به مهر نه و لګول شوی، داسې رايې پاڼې هم تر سترګو شوې، چې په اصولي توګه قات کړای شوې نه وې.))
د هغه په وينا، دوی د يادو صندقونو بشپړ راپور نن مرکز ته استولی  او وروستی تصميم به پرې هغوی نيسي، چې ممکن ځيني صندوقونه په کې باطل اعلان شي؛ خو د کره شمېرې په اړه يې څه ونه ويل.
خو انابي وويل، چې په بلخ ولايت کې د دوی له خوا د دريو احتياطي مرکزونو صندقونه باطل اعلان شوي دي.
نوموړي زياته کړه، هغه مرکزونه، چې په مزارشريف ښار کې د رايو پاڼو د کمښت له امله په ځينو سيمو کې په احتياطي توګه جوړ شول او تر ټاکلي وخت وروسته په کې د رايې ورکولو لړۍ روانه وه، باطل اعلان شول.
د هغه په وينا، دغه د استقلال لېسې، د مولانا لېسې او د زراعت مرکزونه دي.
انابي همداراز وويل، چې له ننه د ولايتي شورا اړوند د ۱۰ مرکزونو د صندوقونو د بياکتنې او شمېرنې لړۍ هم دوی پيل کړه، چې په لږه موده کې به يې پای ته ورسوي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.