اسعد اباد ( پژواک، ٣٠ ورى ٩٣ ) : په کونړ کې د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کمېسيون وايي ، چې د ولسمشرۍ د کانديدانو اړونده د رايو يوشمېر صندوقونه يې قرنطين کړي دي.
په دې ولايت کې د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کمېسيون رييس مرتضی حبيب يار د وري په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا صندوقونه د ناړۍ او څوکۍ ولسواليو دي.
هغه زياته کړه ، چې په يادو ولسواليو کې د رايو د درېيو مرکزونو صندقونه دي، چې شکايتونه يې شوي او تر څېړنو وروسته قرنطين شوي دي.
دى وايي، چې په صندوقونو کې مشکل موجود و او د مرکز د هدايت پر اساس يې د يادو صندقونو څېړنه وکړه .
د حبيب يار په وينا، ددې صندوقونو د پايلو په فورمو کې د محل د مسوول لاسليک نه و او مهرونه هم پرې نه وو ، لګېدلي.
ده زياته کړه، چې په دې صندوقونو کې داسې رايې هم وې، چې د رايو پاڼې يې نه وې قات شوې .
د هغه په وينا، ددې صندقونو په اړه څېړنې ته د کانديدانو استازي ، د فيفا غړي ، ناظرين او د رسنيو استازي ورغوښتل شوي وو.
د يادونې ده ، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د وري په ١٦مه، ترسره شوې. د کمېسيون له خوا په اعلان شويو لس سلنه پايلو کې ډاکټر عبدالله ٤٢ سلنه او اشرف غني ٣٨ سلنه رايې اخيستې دي.