Add new comment

91 Ghazni polling centres’ ballots quarantined

 
غزني (پژواک،٣۰ورى۹۳) : د غزني د ټاکنېزو شکاياتو کمېسيون مسوولين وايي، چې د ځينو شکايتونو پر بنسټ يې په دغه ولايت کې د ٩١ مرکزونو د رايې  صندوقونه قرنطين کړل.
ددغه کمېسيون کمېشنر احمدشاه وحدت د وري په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دوى ته نږدې ۵۴ شکايتونه شوي، چې له دې ډلې ۱۷ يې د ولسمشرۍ او ۲۰ يې د غزني د ولايتې شورا له کانديدانو او۱۷ نور يې دټاکنو کمېسيون له کارکوونکو څخه شوي دي.
وحدت وويل: ((له دغو شکايتونو څخه تراوسه د۷ شکايتونو ثبوتونه وړاندې شوې ، چې له امله يې په غزني کې دسيمه ييزوپوليسو يو قوماندان  او د ولايتي شورا د يوه کانديد استازى جريمه شوي دي.))
هغه زياتوي ، چې دغه شکايتونه يې مرکز ته وړاندې کړي وو او  هغو ددې شکايتونو پر بنسټ د غزني د۹۱ مرکزونو رايې قرنطين کړي.
دى وايي، په هر مرکزکې  درې محلونه دي، چې ددې ټولو رايې قرنطين او د رايې شمېرنه يې له سره پيل شوه.
 نوموړى وايي،چې ددغو صندوقونو رايې به په غزني کې د ولسمشرۍ او ولايتي شورا د کانديدانو د ناظرينو په حضور کې وشمېرل شي.
د نوموړي په خبره : (( موږ غواړو، چې په غزني کې يوه رايه هم دتقلب له لارې شمار نه شي اودغه رايې به ټولې درسنيو او ناظرينو په حضور کې شمېرل کيږي.))
ده وويل، چې که  د پاتې شکايتونو ثبوت هم وړاندې شي ، نو په اړه به يې پلټنه وکړي او له خپل وخت سره به دقانون له مخې، مخ پر وړاندې ولاړ شي.
په غزني کې د ولايتي شورا يو استازي  روح الله رحيمي، چې دقرنطين شويو راى شمېرنه يې له نږدې څارله ، پژواک ته وويل: ((داډيرښه کارشو، چې دغه رايې  ددويم ځل لپاره شمېرل کيږي، نور به د درغليو نوم ورک شي.))
روح الله وايي، چې په دغو ۹۱ مرکزونوکې زياتې ستونزې  موجودې وې او رايه شمېرنه يې سمه نه وه شوې.
په غزني ولايت کې ټول ٣٩٥ د رايو مرکزونه وو، چې له دغې ډلې يې د چارواکو په وينا، د ټاکنو په ورځ شاو خوا ٥٠ مرکزونه د تهديدنو له امله تړلي وو.
د ولسمشرۍ او لايتي شورا لپاره ټولټاکنې د وري په ١٦مه ترسره شوې ، چې ټاکل شوې د غويي مياشتې په ٤مه يې لومړنۍ پايلې اعلان شي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.