Add new comment

په يو شمېر نورو ولاياتو کې هم ملي ځواکونه وستايل شول

 
کابل ( پژواک، ٢٤ ورى ٩٣ ) : په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم افغان ملي امنيتي ځواکونه له دې امله وستايل شول، چې د ټاکنو په ورځ يې امنيت ټينګ کړى و.
په دې ترڅ کې نن په کونړ کې دافغان امنيتي ځواکونو افسران او سرتېري د تېرو ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو د ټاکنو پرمهال د کلک او ډاډمن امنيت ساتنې په موخه د والي او په کونړ کې د خوځښت مدني ټولنې  له خوا په درېيمه درجه  ستاينليکونو ونازول شول.
د کونړوالي شجاع الملک جلاله وويل ، چې  دوى د خپلو امنيتي سرتېرو په ميړانه فخر کوي او ستاينه يې کوي.
هغه زياته کړه : ((زموږ سرتېرو نړيوالو او د هېواد دښمنانو ته وښوده ، چې موږ د خپلې خاورې، سرحدونو او خلکوساتنه  په ميړانه سره کولای شو.))
په پاى کې سرتېرو او افسرانو ته تقديرنامې ورکړل شوې او په غاړه کې يې ورته ګلان واچول شول.
دغه راز نن په غزني ولايت کې هم د ټاکنو په ورځ دښه امنيت دساتلو په موخه د غزني امنيتي ځواکونه دولايت مقام او يو شمېر دولتي ادارو او مدني ټولنوله لوري وستايل شول.
د يوه بل خبر له مخې ،د جوزجان ولايت چارواکو او مدني ټولنو  ملي ځواکونه ديوې غونډې په ترڅ کې وستايل.
په پکتيکا کې هم د مدني ټولنو استازو او ولايتي شورا ته نوماندانو په دې ولايت کې ملي اردو ځواکونه د ټاکنو په ورځ د امنيت د ښه تامين له امله وستايل.
همدارنګه په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازي او د دغې جرګې د دفاعي کمېسيون مشر همايون همايون د ياد کمېسيون په استازيتوب د دې ولايت پر والي سربېره د نظامي ادارو مسوولينو ته د ټاکنو په ورځ د امنيت د تامين په خاطر ستاينليکونه ورکړل.
د ولسي جرګې د دفاعي کمېسيون مشر همايون خبريالانو ته وويل، چې د دې ولايت د ښې رهبرۍ په پايله کې په دغه ولايت کې ټاکنې پرته له کومې امنيتي ستونزې په ارامه فضا کې ترسره شوې.
نوموړي په دې برخه کې د خوست والي، امنيه قوماندان، د لومړۍ پلې لوا قوماندان او د ملي امنيت د رييس نومونه ياد کړل، چې د شفافو او عادلانه ټاکنو د ترسره کېدو لپاره يې تر خپله وسه کار وکړ.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.