Add new comment

Paktia IECC says unable to probe complaints

 
ګردېز (پژواک ٢٣ ورى ٩٣): د پکتيا د شکايتونو د اورېدو کمېسيون چارواکي وايي، چې د ټاکنو کمېسيون د نه همکارۍ له امله کېدای شي د دغه ولايت د ولسمشرۍ او ولايتي شورا کانديدانو شکايتونه بې څېړنې پاتې شي.
په پکتيا کې د شکايتونو د اورېدو کمېسيون رييس محمدبشير بهرام د وري په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له ټاکنو وروسته يې لس ورځې وخت درلود، څو د هغوسيمو د رايو صندوقونه په علني ډول بيا وشمېري په کومو کې چې شکايتونه شوي، خو تر اوسه ورته د ټاکنو کمېسيون د هغو صندقونو لېست نه دی ورسپارلی پر هغو چې د درغلۍ ادعاوې شوې وې.
نوموړی وايي، دوى دوه ورځې وخت لري او په دې موده کې که چېرې د يادو صندقونو لېست هم ورسېږي، نه شي کولای ټول شکايتونه وڅېړي.
د بهرام په وينا، له ټولې پکتيا ورته د ټاکنو په اړه ۸۷ شکايتونه رسېدلي، چې له دې ډلې ۱۸ د ولسمشرۍ د کانديدانو په اړه دي.
خو له بلې خوا په پکتيا کې د ټاکنو کمېسيون رييس رحمت الله حقمل د دې ستونزې پړه پر مرکزي ادارې اچوي او وايي، چې تر اوسه يې دوی ته د هغو مرکزونو لېست نه دی ورلېږلی د کومو چې رايې شمېرل کېږي.
نوموړی وايي، دوی هڅه کوي، چې ژر تر ژره دغه ستونزه حل کړي او کېدای شي چې تر سبا پورې لېست ور ورسېږي او د هغو صندقونو رايه شمېرنه پيل شي، چې په اړه يې شکايتونه شوي دي.
د دغه ولايت د ولايتي شورا يو شمېر ناظرين د رايو نه شمېرلو او شکايتونو نه څېړلو له امله اندېښنه ښيي او وايي، چې که د دوی رايې ونه شمېرل شي نو دا به د دوی په رايو کې په ښکاره لاسوهنه وي.
د پکتيا د ولايتي شورا يوه کانديد محمدالرحمن قادري استازی سيد پاچا کمال پژواک اژانس ته وويل، چې دوى د ټاکنو د کمېسيون د رايې اچولو د صندقونو د لېست د نه را رسېدو له امله اندېښمن دي او له کمېسيون څخه غواړي چې ژر تر ژره په دې اړه اقدام وکړي.
نوموړی وايي، که چېرې د دوی شکايتونه همداسې بې څېړلو پاتې شي نو د ټاکنو شفافيت به له پوښتنې سره مخ شي او د کانديدانو او کمېسيون ترمنځ به لويه ستونزه رامنځ ته شي.
ياده دې وي، چې له څو ورځو راهيسې د ولسمشرۍ او ولايتي شورا نوماندانو او مدني ټولنو له رسنيو سره په خپلو خبرو کې ويلي وو، چې په ټاکنو کې يو شمېر درغلۍ شوې او د شکايتونو کمېسيون دې د دې څېړنه وکړي.
په همدې مهال د ټاکنو او شکايتونو کمېسيونونو چارواکو ويلي وو، چې که چېرې دوی ته مستند شکايتونه ور وړي نو خامخا به يې وڅېړي خو د مستندو شکايتونو په رسېدو سره سره لا هم د يادو ستونزو له امله تر اوسه پورې دغه شکايتونه بې څېړنې پاتې شوي دي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.