Add new comment

Elections held successfully in Balkh

 
مزارشريف )پژواک ۱۹ ورى ۹۳ ): د بلخ ولايت امنيتي مسوولين وايي، د ټاکنو پر نه ترسره کېدو د  ځينو  له باور سره سره په شمال کې پرته له کومې ځانګړې ستونزې ټاکنې ترسره شوې دي.
د بلخ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمان رحيمي د وري په ۱۹مه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د ټاکنو له روانې پروسې د ټاکنو تر ورځې پورې د شمال زون امنيتي ځواکونو خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړې.
نوموړي زياته کړه، چې په روانه پروسه کې وخت ناوخت ځای ځای د وسله والو له خوا د ټاکنو د ګډوډېدو هڅې وشوې ، خو امنيتي ځواکونو يې په سمه توګه مخينوی وکړ.
د هغه په وينا، د ټاکنو د پروسې له پيله تر دې دمه د شمال زون د نهو ولايتونو په بېلابېلو پېښو کې ۳۸ وسله وال مخالفين وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان دي.
رحيمي وويل، چې د مخالفينو د هڅو د مخينوي په لړ کې د بېلابېلو امنيتي ادارو ۸ تنو هم ژوند له لاسه ورکړی دی.
نوموړي زياته کړه، چې د ټاکنو په اوږدو کې د عامو خلکو ملاتړ او د وسله والو وېروونکو حرکتونو ته نظر نه کول له امنيتي ځواکونو سره ستره مرسته وه.
د هغه په وينا، وسله والو مخالفينو د شمال زون په بېلابېلو ولايتونو کې شپې پاڼې خپرې کړې، چې عام خلک په ټاکنو کې له برخې اخيستو ووېروي.
رحيمي وويل، چې دغو شپې پاڼو هېڅ ډول منفي اغېز  ونه کړ او نړيوالو وکتل، چې افغانانو په ښه توګه د جشن د نمانځلو په توګه په ټاکنو کې برخه واخيسته.
د بلخ ولايت د ملي امنيت رييس جنرال عبادالله عباد وويل، چې دوی د وسله والو طالبانو ډېری پلانونه له ترسره کېدو وړاندې کشف او شنډ کړل.
نوموړي زياته کړه، چې په لسګونو ځايونو کې يې د سړک غاړې ماينونه کشف او خنثی کړل او د چاودنو مخينوی يې ونيول شول.
د بلخ ولايت د ټاکنو کمېسيون مشر عزت الله ارمان وويل، چې د بلخ ولايت د ټاکنو په ټولو مرکزونو کې ټاکنې تر سره شوې.
نوموړي زياته کړه، چې هغه شپږ مرکزونه چې له لوړ ګواښ سره مخ ښودل شوي وو، په هغو کې هم په سمه توګه ټاکنې تر سره شوې.
د هغه په وينا، د بلخ ولايت له ټولو ۳۱۹ مرکزونو ټول مواد بېرته مرکز ته رسېدلي او دمګړۍ دوی د ځينو هغو صندوقونو پر پېژندنه کار کوي، چې په ځينو سيمو کې د زورواکو له خوا په کې لاسوهنه شوې وه.
د ټاکنو کمېسيون رييس وويل، چې که چېرې پېژندنه ترسره شي او دوی مشکل هېڅ حس کړي نو ځينې صندوقونه به قرنطين ته لاړ شي.
نوموړي زياته کړه، چې تر دې دمه د بلخ ولايت د اتو صندوقونو يادښت مرکزي دفتر ته استول شوی، چې د قرنطين کېدو تر شک لاندې دي. 
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.