Add new comment

US says ready to sign BSA promptly

 
مزارشريف (پژواک ١٩ ورى ٩٣): په بلخ کې د امريکا د کونسلګرۍ مسوولين وايي، چې د افغانستان ټاکنې تاريخي وې او په ښه ډول ترسره شوې، له همدې امله که دغه هېواد سبا هم وغواړي امريکا به ورسره امنيتي تړون لاسليک کړي.
په مرکز مزارشريف ښار کې د وري په ۱۹مه د بلخ ميديوتيک دفتر کې د غزني د منارونو د انځوريز نندارتون په څنډه کې په بلخ کې د امريکا د متحده ايالاتو کونسلر Peter G Kaestner پيتر په لنډه خبري ناسته کې وويل، چې د افغانستان ټاکنې تاريخي ترسره شوې.
 نوموړي زياته کړه: ((په ټاکنو کې د افغانانو برخې اخيستو ټوله نړۍ حيرانه کړې ده، د ټاکنو په ورځ د افغانانو د حوصله مندۍ احترام کوم.))
د هغه په وينا، افغانانو د خپل راتلونکي لپاره په ټاکنو کې برخه واخيسته او دا يې په ډاګه کړه، چې دوى نور د وسله وال طالب په نوم د چا منلو ته اړتيا نه لري.
هغه وويل، چې په ښه توګه د ټاکنو ترسره کېدل د افغانستان د راتلونکي لپاره يو ښه ګام و.
پيتر وويل، چې د امريکا متحده ايالات هم د افغانانو په څېر د ټاکنو نتايجو ته انتظار دي او له وخت مخکې څه نه شي ويلى.
خو نوموړي زياته کړه، چې که  ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې شي، نو دوى يقين لري، چې نړيواله ټولنه به يې د لومړي پړاو په څېر ملاتړ وکړي.
پيتر د افغانستان او امريکا تر منځ د امنيتي سند د لاسليک په اړه وويل، چې امريکا د دغه سند لاسلېک کېدو ته په پوره توګه چمتو ده.
نوموړي زياته کړه: ((که چېرې افغانستان نن چمتو وي، که سبا وي او که بل سبا موږ د امنيتي سند لاسليک کېدو ته چمتو يو.))

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.