Add new comment

ده تن به اتهام اخلال امنيت انتخابات بازداشت و پنج طالب کشته شد

 
سرپل (پژواک ١٩ ورى ٩٣): د سرپل ولايت امنيتي چارواکو لس تنه د ټاکنو ورځې د ګډوډولو په تور نيولي او د دغه ولايت د سوزمه کلا ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال په ګډون يې پنځه طالبان وژلي دي.
د سرپل د ملي امنيت رييس جنرال عزيزالرحمن مايل نن د سې شنبې ورځ يوې خبرې غونډې ته وويل، چې د ټاکنو په ورځ (د وري ١٦مه) د دغه ولايت امنيتي ځواکونو په بېلابېلو سيمو کې د وسله والو د ١١ بريدونو مخه نيولې ده.
د مايل په خبره، د امنيتي ځواکونو په بېلابېلو عملياتو کې د سوزمه کلا ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال په ګډون پنځه طالبان وژل شوي او لس تنه نور شکمن نيول شوي دي.
نوموړي د طالبانو د وژل شوي قوماندان نوم وانه خيست.
نوموړ زياته کړه، طالبانو هڅه کوله، چې د راکټ ٩ مرمۍ د ولايت پر مرکز او بېلابېلو سيمو وتوغوي، خو د خلکو په همکارۍ د ملي امنيت د منسوبينو له خوا په سوزمه کلا ولسوالۍ کې کشف او شنډ شول.
مايل د دغه ولايت په امنيت ټينګولو کې د خلکو همکاري اغېزمنه وبلله او ويې ويل، چې له همدې امله تېرې ټاکنې د امنيت په فضا کې ترسره شوې.
سرچينې زياته کړه، چې د ملي امنيت ځواکونو تېره اونۍ د صياد ولسوالۍ په ناامنه سيمه کې چاڼيز عمليات ترسره کړل، چې په پايله کې د طالبانو ٢٠ غړي نيول شوي دي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.