Add new comment

150 complaints registered in Balkh

 
مزارشريف ( پژواک، ١٨ ورى ٩٣ ) : د  بلخ ولايت د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مسوولين وايي، چې په دغه ولايت کې د رايو صندوقونه، اساس او غير اساس مواد له ولسواليو د ولايت مرکز ته په پوره توګه رسېدلي، بېګا شپه د رايو شمېرنه پای ته رسېدلې  او تر دې دمه شاوخوا ۱۵۰ شکايتونه ثبت شوي دي.
د دغه ولايت د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر عزت الله ارمان د وري په ۱۸مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د بلخ ولايت له ټولو مرکزونو څخه د رايو صندوقونه، اساس او غير اساس مواد د ولايت مرکز ته رسېدلي دي.
نوموړي زياته کړه، چې که څه هم د وطن دښمنان په دې هڅه کې و، چې په دغه ولايت کې د ټاکنو روانې پروسې ته په يوه برخه نه يوه برخه کې زيان واړوي ،خو ونه توانېدل.
د هغه په وينا،د افغان ځواکونو په هراړخيزو هڅو د ټولو مرکزونو مواد او د راى پاڼو صندوقونه د امن په فضا کې د ولايت تر مرکزه ورسول شول.
ارمان همداراز د بلخ ولايت د ټاکنو د رايو شمېرنې په اړه وويل، چې بېګا شپه دوه بجې د دغه ولايت د ټولو مرکزونو راى شمېرنه پای ته ورسېده.
نوموړي د رايو د شمېرنې په اړه ډېر معلومات ورنکړل؛ خو زياته يې کړه، چې دوی به يې نتيجه مرکزي دفتر ته واستوي.
د ټاکنو د کمېسيون مشر ارمان په دغه ولايت کې د ټاکنو د روڼتيا په اړه وويل، چې تر دې دمه دوی ته په ټاکنو کې د درغليو په اړه لسګونه شکايتونه رسېدلي دي.
نوموړي زياته کړه: ((که څه هم رسېدلي شکايتونه مو په کره توګه شمېرلي نه دي، خو ممکن د ۱۵۰ شاوخوا وي او لا هم  شکايتونه د کېدو په حال کې دي.))
د هغه په وينا ، په شويو شکايتونو کې يو شمېر ټېلېفوني  دي، چې په ځينو سيمو کې په ټاکنو کې د زورواکو د لاسوهنې او همداراز د محلي پوليسو د لاسوهنې يادونه په کې شوې ده.
ارمان وويل، چې ځينې شکايتونه د راى پاڼو د کمښت په اړه هم دي، چې دغه ستونزه د ټاکنو په ورځ په ټول هېواد کې وه.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.