Add new comment

بارش برف در غور انتقال صندوق هاى رایدهی را با مشکل مواجه کرده است

 
چغچران (پژواک ١٧ ورى ٩٣): په غور ولايت کې بې ساري واورې ورېدنې لارې بندې کړې او د رايې د صندوقونو په لېږد کې يې ستونزې رامنځته کړې دي.
 ځايي چارواکي وايي، چې واوره ورېدنه تېره ورځ پيل شوې او تر نن سهاره يې ادامه درلوده.
 د غور ولايت د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې رييس حميدالله دادفر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له دولت يار پرته د اتو نورو ولسواليو لارې د غور له مرکز چغچران او د غور- باميان لويه لار بنده شوې ده.
 هغه زياته کړه، چې د لعل سرځنګل، دولينه او شهرک ولسواليو په ځينو ساحو کې تر نيم متر پورې واوره ورېدلې او د غور له مرکز سره د خلکو اړيکې پرې شوې دي.
 دادفر د واورې دا ورېدنه په تېره څه باندې يوه لسيزه کې بې مخينې وبلله  او وايي، چې لا يې هم د احتمالي مړينې او زيانونو په اړه راپور نه دى ورکړل شوى.
 د لارو بندوالي خلکو ته پر ستونزو جوړولو سربېره د رايو د صندوقونو په لېږد کې هم ستونزه را منځته کړې ده.
 په غور ولايت کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون مرستيال فضل الحق حکيمي وايي: ((لارې تړل شوې او موږ خپلې ستونزې لرو.))
 نوموړي غور ته د رايو صندوقونو له ناوخته رسېدو څخه اندېښنه وښوده، خو ويې ويل، هڅه کوي، څو د رايو صندوقونو له امنيتي ځواکونو سره په همکارۍ او همغږۍ د هوا له لارې د غور مرکز ته ولېږدوي.
 د غور والي سيد انور رحمتي وايي، له ولسواليو مرکز ته د غځېدلو لارو د خلاصولو او مرکز ته  د رايې صندوقو د لېږدولو هڅې روانې دي.
 په دې سربېره بيا رحمتي پرله پسې واوره ورېدنه د اوبو د زياتوالي او د کرنې غوړېدو لامل وباله او ويې ويل، چې غور يو غرنى ولايت دى او په داسې موسم کې واوره ورېدنه د کرنې لپاره ګټوره ده.
 د تېرې اونۍ په لومړيو کې هم د غور ولايت د اتو ولسواليو لارې د ولايت له مرکز سره د د واورې ورېدو له امله تړل شوې وې، چې هغه مهال هم ټاکنيزو سايټونو ته د ټاکنيزو توکو د لېږد او په ټاکنو کې د خلکو د ګډون په اړه د ټاکنو خپلواک کمېسيون اندېښنې را پارېدلې وې.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.