Add new comment

کندهار ښار ( پژواک، ١٦ ورى ٩٣ ) : د کندهار چارواکي وايي، چې د ټاکنو د ګډوډلو په موخه د پاکستانيو ځواکونو له خوا پر درېيو سرحدي ولسواليو بريدونه شوي دي.
دغه څرګندونې د کندهار والي توريالي ويسا او امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق د وري په ١٦مه، د ټاکنو په اړه ديوې ګډې خبري غونډې پر مهال وکړې.
والي توريالي ويسا وويل، چې پاکستانيو ځواکونو له نن سهار راهيسې د ټاکنو د ګډوډولو او په خلکو کې د وېرې خپرولو په موخه پر معروف ، ارغستان او شوراوک ولسواليو توغندويي بريدونه کړي دي.
خو هغه زياته کړه، چې په دې بريدونو کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
نوموړي په دې ولايت کې د ټاکنو د بهير په اړه وويل ، چې ددوى له تصور څخه زياتو خلکو پکې برخه اخيستې ده.
د ويسا په وينا، د خلکو د زياتې ونډې اخيستو له امله په ټول ولايت کې د رايو پاڼو له کمښت سره مخ شوي دي.
دى وايي،  چې د ټاکنو کمېسيون له مسوولينو سره يې اړيکه نيولې او هغوى ورته ډاډ ورکړى، چې ژر تر ژره به ورته د رايو پاڼې ورسوي.
  ويسا وويل ، چې په کندهار ولايت کې يو ميليون او ٣٠٠ زره خلک د رايو واجد شرايط وو، خو کمېسيون د دې ولايت لپاره يواځې ٥٥٠ زره د رايو پاڼې لېږلې وې.
د کندهار امنيه قوماندان جنرال رازق  وويل ، چې د يادو درېيو سرحدي ولسواليو هغه سيمې يې  په نښه کړي ؛چې د پاکستانيو ځواکونو له خوا پرې بريدونه شوي وو.
هغه وويل ، چې په ټوليزه توګه په دې ولايت کې د ټاکنو پروسه په ښه توګه ترسره شوې او کومه لويه امنيتي پېښه نه ده رامنځته شوې .
د نوموړي په وينا، يواځې په معروف ولسوالۍ کې يو سيمه ييز پوليس هغه مهال ووژل شو، کله يې چې لاره له ماينونو پاکوله ، څو خلک د رايو مرکزونو ته له کومې وېرې پرته ولاړ شي.
دغه راز جنرال رازق وويل، چې په ميوند ولسوالۍ کې د ملي اردو يو سرتېرى د وسله والو په يوه  بريد کې ټپي شوى دى.
د کندهار والي دغه راز زياته کړه، چې په ښار کې يوه ښځه د رايو له ٢٠ کارتونو سره نيول شوې او يو  قومي مشر له دې امله نيول شوى، چې خلک يې يوه مشخص کانديد ته درايو ورکولو لپاره هڅول.
نوموړي دغه راز وويل ،چې د ټاکنو د کمېسيون يو شمېر کارکوونکي هم له دې امله نيول شوي، چې خلکو ته يې په خپله د رايو پاڼې ډکولې.
يادو چارواکو زياته کړه، چې د ورځې په پاى کې به په دې ولايت کې د ټاکنو د پروسې په اړه نور معلومات رسنيو سره شريکې کړي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.