Add new comment

شبرغان-باميان (پژواک ١٦ ورى ٩٣): په جوزجان کې د رايې ورکونې د يوه مرکز پر دېوالونو د ولسمشرۍ لپاره د يو شمېر کانديدانو عکسونه تر سترګو کېږي او دغه راز چارواکو په باميانو کې له ښځو څخه د هغوى له لوري د يوه کانديد راوړل شوي عسکونه څيري کړي دي.
د جوزجان د مرکز په ابن يمين لېسه کې، د رايې ورکونې په يوه مرکز کې د جنرال دوستم او د ولايتي شورا د کانديدانو، عبدالحي حيات، محرمه ايوبي، مولوي محمد نذير او ډاکټر ميرويس عکسونه تر سترګو کېږي.
نن سهار د پژواک خبريال له سيمې راپور ورکړى، چې د دغه  ولايت د ګوهرشاد لېسې د رايې ورکونې مرکز په لس مترۍ کې هم د ډاکټر اشرف غني احمدزي عکسونه ليدل کېږي.
ورته مهال ځينو ښځو د باميانو مرکز د نجونو لېسې ته له ځانونو سره د ولايتي شورا د يوه کانديد عکسونه راوړي وو، چې د مرکز د چارواکو له لوري څيري شوي دي.
دغه عکسونه د مشرانو جرګې د اوسني غړي او ولايتي شورا ته د کانديد جعفري دي، چې ياد مرکز ته د يو شمېر مېرمنو له لوري راوړل شوي وو.
د ټاکنو يوه کارکوونکي حکيم حسيني، په ډېر تاوتريخوالي سره له هغوى ځيني عکسونه له اخيستو وروسته څيري کړي او ويلي يې دي، چې دا سرغړونه ده او هېڅوک هم دا حق نه لري.
يو شمېر نورو مېرمنو له دې وروسته د ياد کانديد عکسونه له ځانونو سره پټول.
د دغه مرکز يوې څارونکې عذرا محمدي د اندېښنې په څرګندولو سره وويل: "که د دا ډول سرغړونو مخه ونه نيول شي نو نور کسان به هم د نورو کانديدانو عکسونه راوړي او سرغړونې او درغلۍ به ډېرې شي."

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.