Add new comment

باميان (پژواک ١٦ ورى ٩٣): د باميانو ولايت د رايې ورکولو په مرکزونو کې د زياتې ګڼې ګوڼې له امله يو شمېر کسان له رايې ورکونې پرته  بېرته کورونو ته ځي.
خو له دوى نه يو شمېر شکايت کوي، چې نظم نه شته او د خلکو د ګڼې ګوڼې  له امله د ورځې تر پايه د انتظار توان نه لري او له همدې امله بېرته کورونو ته ځي.
د باميانو ښار په کارته صلح ښارګوټي کې د ملا غلام ټاکنيز سايټ کې ٥٥ کلنې رايه ورکوونکې،  کور ته د ستنېدو په حالت کې پژواک ته وويل: ((په زيات شوق  سره مې پنځه کيلومتره لاره پلې ووهله، خو نوبت را ونه رسېد.))
دغه بوډۍ مېرمن زياتوي، باران ورېږي، د يخنۍ له امله يې د ناروغه کېدو وېره ده، له همدې امله بېرته کور ته ځي او نه غواړي چې رايه ورکړي.
احمد، چې د باميانو د هلکانو په لېسه کې د رايې ورکوونکو په ليکه کې ولاړ وو، وايي، چې سهار شپږ بجې راغلى، خو تر اوسه ورته د ګڼې ګوڼې او بې نظمۍ له امله د رايې ورکونې نوبت نه دى رسېدلى.
هغه زياته کړه، چې اوس د رايې ورکولو مرکز پرېږدي او له غرمې وروسته راځي، هيله ده، چې د خلکو ګڼه ګوڼه کمه او د رايې ورکونې زمنيه ورته مساعده شي.
خو د باميانو د ټاکنو کمېسيون رييس د خلکو ګڼه ګوڼه په دې ملي پروسه کې د خلکو د لېوالتيا څرګندويه وبلله او ويې ويل، چې خلک دې له صبر او حوصلې څخه کار واخلي، د ورځې تر پايه  ټول خلک کولى شي چې خپله رايه وکاروي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.