Add new comment

Taliban, other groups may try to disrupt polls

 
مزارشريف (پژواک ١٣ ورى ٩٣): د  بلخ د ټاکنو خپلواک کمېسيون مسوولين وايي، چې د وسله والو طالبانو تر څنګ له نورو خواوو هم د ټاکنو د امنيت د ګډوډېدو په اړه اندېښنې لري.
د دغه ولايت د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر عزت ارمان د وري په ۱۳مه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې تر دې دمه د دوى ټولې چارې په سمه توګه پر مخ ځي.
نوموړي زياته کړه، چې نن د دغه ولايت ولسواليو ته د ټاکنو د ورځې د ټولو توکو د لېږد لړۍ پيل شوې ده.
د هغه په وينا، د ټاکنو د ورځې د توکو لپاره په ولسواليو کې ګودامونه په نظر کې نيول شوي، چې د امنيتي ارګانونو په مرسته به خوندي وي.
د ټاکنو د کمېسيون مشر که څه هم د بلخ امنيت په نسبي ټوګه ډاډمن وباله، خو بيا يې هم د ټاکنو د نا امنۍ په اړه اندېښنې لرلې.
نوموړي زياته کړه: ((وسله وال طالبان به هره شېبه د ټاکنو د روانې پروسې د ګډوډېدو لپاره پلانونه نيسي ، خو تر دې دمه بريالي شوي نه دي.))
د هغه په وينا، اندېښنه لري، چې ممکن د وسله والو طالبانو تر څنګ نورې نامعلومې خواوې هم د امنيت د ګډوډېدو هڅې وکړي.
ارمان د نامعلومو خواوو په اړه ډېر معلومات ورنه کړل.
خو د بلخ ولايت امنيتي مسوولينو وويل، چې دوی به د ټاکنو په ورځ هېڅ لوري ته د دې اجازه ورنه کړي، چې د دې پروسې پر وړاندې خنډ شي.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري پژواک ته وويل، چې تر دې دمه په بلخ ولايت کې يواځې شپږ مرکزونه له لوړ امنيتي ګواښ سره مخ دي.
نوموړي زياته کړه، چې له دې پرته د بلخ ټول مرکزونه د امنيتي ارګانونو تر پوښښ لاندې دي، چې له کومې ځانګړې ستونزې سره مخ نه دي.
د هغه په وينا، دوی هم پوهېږي ، چې وسله وال طالبان به د ټاکنو د ګډوډېدو هڅې کوي؛ خو برياليتوب ته به يې پرې نه ږدي.
قادري د طالبانو تر څنګ له نورو خواوو د ټاکنو د پروسې د نا امنه کولو په اړه وويل، هېچا ته به اجازه ورنه کړي، چې د افغانانو د روانې ملي پروسې پر وړاندې خنډ شي.
د ټاکنو د کمېسيون مشر ارمان وويل، چې په بلخ ولايت کې د ټاکنو د رايې ورکولو ۳۱۹ مرکزونه او ۱۰۰۲ محلونه دي، چې تر دې دمه يې يواځې ۶ مرکزونه له لوړ امنيتي ګواښ سره مخ دي.
نوموړي زياته کړه، چې د ولايتي شوراګانو د ټاکنيزو کمپاينونو له پيل سره په دغه ولايت کې د ټاکنو د وېش پروسه هم خورا ګړندۍ شوې ده.
د هغه په وينا،په بلخ ولايت کې تر دې دمه ۲۴۷زره تنو د ټاکنو د رايه ورکولو کارتونه اخيستې دي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.