Add new comment

Kandahar voters enthused by graffiti

 
کندهار (پژواک ١٣ ورى ٩٣): د کندهار ښار پر دېوالونو د (ګرافيټي) هنر له له لارې خلک په ټاکنو کې ګډون کولو ته هڅول شوي دي.
د ښار په بېلابېلو سيمو کې پر دېوالونو "زموږ رايه سوله او پرمختګ راولي، ستاسو يوه رايه هم د افغانستان برخليک بدلولاى شي، رايه د ښځو او نارينه وو حق دى، افغانان هم د نړۍ په څېر د رايې حق لري" شعارونه ليکل شوي دي.
دا او دې ته ورته نور، په ټاکنو کې د خلکو د هڅولو په موخه ترتيب شوي هغه شعارونه دي، چې د کندهار ښار او ځينو ولسواليو پر دېوالونو له رنګينو انځورونو سره يو ځاى تر سترګو کېږي.
پر دېوالونو په ګرافيټي ارټ يا هنر جوړ شوي دغه انځورونه پر سړکونو او لارو د پليو او سپرو تګ راتګ کوونکو پام ځان ته ور اړوي او ذهنونو ته يې دا پيغام لېږدوي چې د خپل هېواد د برخليک ټاکلو په موخه بايد خپله رايه وکاروي.
ګرافيټي، پر دېوالونو انځور جوړولو ته وايي، چې په نورو هېوادونو کې يې خلک د خپلو سوداګريزو اعلانونو او يا هم د ټولنې له خلکو سره د خپلو اندونو، نظرونو او پيغامونو د شريکولو په موخه کاروي.
خو په کندهار کې دغه هنر لوستو او نالوستو کسانو ته د وطن د راتلونکي په اړه په ټاکنو کې د ګډون کولو او د خپلې رايې د کارولو په موخه د عامه پوهاوي پيغام ورکوي.
کندهاري انځورګرانو له کافي مودې راهيسې په دې برخه کې کار پيل کړى او تر دې مهاله يې د کندهار ښار او ځينو ولسواليو په بېلابېلو برخو کې ورته انځورونه جوړ کړي دي.
په کندهار کې د ښکلو هنرونو د ټولنې مشر امان الله درخشان پژواک خبري اژانس ته وويل، ده او د ملګرو يې دغه ډول انځورونه نه يواځې په کندهار ښار، بلکې د ارغنداب ولسوالۍ پر دېوالونو هم کښلي دي.
هغه زياته کړه، پر دغو انځورونو باندې د کندهار نهو انځورګرانو خواري کړې، چې ټول يې د کندهار د ښکلو هنرونو د ټولنې غړي دي، خو د "هيندارې" ادارې ورسره د انځورګرۍ لپاره د اړينو توکو مرسته کړې ده.
د نوموړي په وينا، له هر کښل شوي انځور سره په پښتو او انګلېسي ژبو بېلابېل لنډ پيغامونه ليکل شوي دي، تر څو خلک وهڅول شي د خپل هېواد د برخليک ټاکلو په موخه په ټاکنو کې ونډه واخلي.
درخشان وويل، دا چې په کندهار کې ګرافيټي ارټ بېخي نوى دى، نو په دې خاطر يې هم د خلکو توجه ځان ته اړولې او اغېزمنتوب يې ډېر زيات دى.
د احمدولي عسکرزي په نوم د کندهار بل انځورګر وايي، چې د انځورګرۍ د بېلابېلو سبکونو تر څنګ يې اوس ګرافيټي هنر ته پام اوښتی او تر اوسه يې ګڼ انځورونه جوړ کړي دي.
عسکرزی وايي، يوه مياشت يې د هيندارې بنسټ په مرسته د ښکلو هنرونو د ټولنې له غړو سره کار وکړ چې د ګرافيټي هنر په اړه معلومات ورکړي او له هغه وروسته يې د روان ٢٠١٤ د مارچ مياشتې له لومړۍ نېټې پر دېوالونو انځورګري پيل کړه.
د ګرافيټي هنر دغه انځورګران وايي، چې پر دغه کار د نامعلومو کسانو له خوا ګواښل شوي هم دي، خو بيا يې هم خپل کار ته دوام ورکړى او له دې لارې يې خلک هڅولي چې په ټاکنو کې برخه واخلي.
په هينداره بنسټ کې د انځورګرۍ د پروګرام مسوول حيدر مومند وايي، له دغه کاره يې دوه موخې وې، يوه دا چې په دغه برخه کې ځوانان تشويق شي او دغه هنر ته يې پام ډېر شي او بل دا چې د ټاکنو په اړه په خلکو کې عامه پوهاوی زيات شي.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د عامه پوهاوي په اړه دغه کمپاين تر اوسه پورې ډېر اغېزناک ثابت شوى، ځکه لوستو او نالوستو ته په په کې په ډېرې اسانۍ پيغام رسېږي.
د کندهار ولايت اوسېدونکي هم وايي، چې د ګرافيټي هنر په وسيله د عامه پوهاوي دغه پروګرام پر خلکو ډېر اغېز کړى دى.
د کندهار ښار د لومړۍ ناحيې د کابلشاه سيمې يوه اوسېدونکي محمد ادريس پژواک خبري اژانس ته وويل، چې کله هم پر لاره تېرېږي او پر دېوالونو دغه انځورونه ويني، نو هغه ذهناً دې ته هڅېږي چې د خپل هېواد د راتلونکي په خاطر به خپله رايه کاروي.
هغه زياته کړه، پر دېوالونو دغه انځورونه په ډېره ښکلې بڼه جوړ شوي، چې ورسره ډېر لنډ پيغامونه ليکل شوي او خلک فکر کولو ته هڅوي.
د کندهار ښار د ډنډ څلورې لارې يو اوسېدونکى چې پر دېوال جوړ شوي انځور ته يې په ځير ځير کتل، پژواک اژانس ته وويل: ((يوه ورځ سهار چې له خپل کور څخه راووتم نو پر دېوال مې د ټاکنو په اړه په ښکلو رنګونو جوړه شوې رسامي وليدله، خداى شته پر ما يې ډېر تاثير وکړ، په هماغه ورځ ولاړم د رايې کارټ مې جوړ کړ او اوس به په ټاکنو کې هم ضرور برخه اخلم او د خپلې خوښې کانديد ته به رايه ورکوم.))
نوموړى وايي، زموږ د ټولنې ډېر خلک نالوستي دي او دغه راز جوړ شوي انځورونه يې ذهنونو ته ژر لاره کوي او اړوند پيغام ژر تر لاسه کوي.
ټاکل شوې ده د روان ١٣٩٣ لمريز کال د وري/حمل په ١٦مه په ټول هېواد کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې تر سره شي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.