Add new comment

په فراه کې به اته نور ټاکنيز مرکزونه هم تړلي پاتې شي

 
فراه (پژواک ١٠ ورى ٩٣): په فراه ولايت کې د رايو ورکولو ٨ نور مرکزونه هم د هغو مرکزونو په نوملړ کې شامل شول، چې تر لوړ امنيتي ګواښ لاندې دي او نه پرانيستل کېږي.
چارواکو د سلواغې په وروستيو کې ويلي وو، چې د فراه ولايت په کچه له ٢٢٧ پلان شوو د رايو ورکولو له مرکزونو په بالابلوک، ګلستان، بکواه، خاکسفېد او پشترود ولسواليو کې ٥٣ مرکزونه تر لوړ امنيتي ګواښ لاندې دي.
هغوى ويلي وو، چې له دغو مرکزونو ١٤ په بالابلوک، ١٥ په ګلستان، ١٧ په بکوا، يو په پشترود او ٦ په خاکسفېد ولسواليو کې دي.
خو په دغه ولايت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د دفتر مشر ميرويس عزيزي نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په بکوا، بالابلوک او پشترود ولسواليو کې اته نور مرکزونه هم تر لوړ امنيتي ګواښ لاندې دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، له دغو اتو مرکزونو، دوه د بکوا په ملاتواب نيکه او غازي اباد سيمو، درې د بالابلوک په سياه ځنګل، اوريه او شارګه سيمو او درې نور د پشترود په اب سراغ، ده عشق او نالي دښت سيمو کې پلان شوي وو.
د عزيزي په وينا، تېره پنجشنبې ناوخته د ده، د فراه د والي او امنيتي چارواکو په ګډون په يوه ناسته کې وپتېيل شوه، چې ياد اته مرکزونه به نه پرانيستل کېږي، ځکه چې تر لوړ امنيتي ګواښ لاندې دي.
دى وايي، د دغو مرکزونو نه پرانيستل کېدو سره به تر ٣٠٠٠ کسان د رايو ورکولو له حق څخه محروم شي.
د فراه د والي مرستيال محمديونس رسولي هم تاييد کړه ، چې ياد اته مرکزونه نه پرانيستل کېږي.
د هغه په وينا، د يادو ولسواليو ولسوالانو او ځينو خلکو د دغو مرکزونو د نه پرانيستل کېدو غوښتنه کوله.
دى وايي، يادو کسانو ويل چې که هلته د رايو مرکزونه پرانيستل شي نو درغلي به په کې وشي، ځکه چې هلته د ناامنيو له امله د رڼو ټاکنو ترسره کېدل شوني نه دي.
په فراه کې د مدني ټولنو د مجمع مرستيال فريداحمد هيبت له دې امله خواشيني څرګنده کړه چې د يادو مرکزونو په نه پرانيستل کېدو سره ډېر خلک د رايو ورکولو له حق څخه محرومېږي.
خو هغه هم تر دې چې هلته مرکزونه پرانيستل شي او درغلي په کې وشي دا غوره ګڼي چې دغه مرکزونه فعال نه کړل شي.
 په فراه کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د دفتر د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې ٣٤٥٠٠ نوو په شرايطو برابرو کسانو، چې ٩٠٠٠ يې ښځې دي، د رايو ورکولو کارتونه اخيستي دي.
 د ټاکنو خپلواک کمېسيون او د کورنيو چارو وزارت نن يو راپور خپور کړ، چې له مخې به يې د ټاکنو په ورځ په ټول هېواد کې ٦٤٢٣ د رايو ورکولو مرکزونه فعال شي.
خو د دغه راپور له مخې، د امنيتي ګواښونو، د ځينو سيمو د لارو د سختوالي او نفوس د کموالي له امله به په ټول هېواد کې ٧٤٨ د رايو ورکولو مرکزونه غير فعال وي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.