Add new comment

د پکتيا بېلابېلو ادارو ټاکنو ته خپل چمتووالى وښود

 
ګردېز (پژواک ١٠ ورى ٩٣): په پکتيا ولايت کې بېلابېلو ادارو د يوه سيمينار په ترڅ کې د راتلونکو ټاکنو د ترسره کېدو په اړه خپل وروستی چمتووالی وښود.
په دغه يو ورځني سيمينار کې چې د وري په ١٠مه د پکتيا په امنيه قوماندانۍ کې جوړ شوی و، د ولسواليو امنيه قوماندانانو، د ملي اردو او ملي امنيت استازو، د ټاکنوکمېسيون، فيفا او يو شمېر نورو ادارو نماينده ګانو په کې برخه اخيستې وه.
په دغه سيمينار کې د دغو ادارو استازو د ټاکنو د ښو ترسره کېدو په اړه تر ډېره خپل چمتووالی وښود او وېې ويل ،چې هېڅ داسې کومه جدي ستونزه نشته ، چې ټاکنې وننګوي .
په پکتيا کې د ټاکنو کمېسيون رييس رحمت الله حقمل وويل، چې دوی نږدې ۸۰ سلنه خپلې چارې ترسره کړې او په تر دوو ورځو به ټولو ولسواليو ته د ټاکنو اړين توکي ولېږل شي.
حقمل وويل، په تېرو څو مياشتو کې د نوم ليکنې، د کسانو د ګومارنۍ، د عامه پوهاوي او نورې چارې په سم ډول ترسره شوې، چې نه په کې امنيتي او نه هم تخنيکې ستونزې رامنځته شوې دي.
نوموړي وويل، په پکتيا کې د امنيتي ځواکونو د همکارۍ له امله نه دا چې د رايې ورکونې مرکزونه تړل شوي، بلکې ۵ نور مرکزونه هم جوړ شوي، چې د ټولو شمېر ۲۱۲ ته رسېږي.
دی وايي، چې تر اوسه د کانديدانو ناظرينو تر ۲۰۰۰ زيات د نظارت کارتونه اخيستي او لا هم دا لړۍ روانه ده.
له بلې خوا د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال زلمي اورياخېل په ټاکنو کې د امنيتي کسانو په بې طرفۍ او د امنيت په ټينګولو ټينګار کوي.
دی وايي، د ټولو ولسواليو امنيه قوماندانانو ته يې سپارښتنه کړې، چې په ټاکنو کې د هېچا په پلوي او يا هم پر زيان کار ونه کړي.
اورياخېل وايي، چې له ټولو امنيتي ادارو سره يې په ګډه د ټاکنو د کارکوونکو، رايه ورکوونکو ملي او نړيوالو ناظرينو لپاره بېلابېل امنيتي تدابير نيولي او د ټاکنو په مرکزونو کې امنيتي کسان د ځاى پر ځاى کېدو په حال کې دي.
نوموړي له رسنيو هم غوښتنه وکړه، چې د ټاکنو په ورځ د ولس غږ تر دوی او د دوی غږ تر ولسه ورسوي او هم يې له قومي مشرانو او عامو خلکو غوښتنه وکړه، چې له دوی سره د ټاکنو په ورځ مرسته وکړي.
له بلې خوا په پکتيا کې د فيفا ادارې استازی احسان الله حميدي وايي، چې دوی هم له ټاکنو د نظارت لپاره شاوخوا ۲۰۰ کسان پر دندو ګوماري، چې په مرکز او ولسواليو کې به د ټاکنو بهير څاري.
ټاکل شوې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکې شنبې په ورځ د وري په ١٦مه ترسره شي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.