Add new comment

غزني کې د رايې ورکولو لسګونه سايټونه د ناامنيو په پلمه تړل شوي

 
غزني (پژواک١٠ ورى ۹۳): د غزني د ولايتي شورا غړي او يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د دغه ولايت په ځينو سيمو کې د ناامنيو په پلمه د رايې ورکولو ٥٥ سايټونه تړل شوي دي.
د غزني د ولايتي شورا رييس عبدالجامع جامع پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغو سيمو کې هېڅ امنيتي ستونزه نشته، خو ټاکنيز سايټونه په کې تړل شوي دي.
جامع وايي: ((په ډېرو باامنه سيمو کې سايټونه نشته، د ناوې په ولسوالۍ کې ، خو هېڅ سايټ نشته، چې دا د ناوې له خلکوسره لوى خيانت دى.))
د ولايتي شورا مرستيال او ولايتي شورا ته کانديد امان الله کامراني پژواک ته وويل، چې د غزني د اجرستان، زنخان، ګيرو، ګيلان او ناوې په يو شمېر سيمو کې د ټاکنو سايتونه تړل شوي دي.
کامراني وايي: ((په اجرستان کې له څلورو سايتو يو سايټ خلاص دى، په زنخان کې يو سايټ خلاص دى، په ګيرو کې يو سايټ شته او په ګيلان ولسوالۍ کې له ۸ سايټونو څلور خلاص دي، په داسې حال کې چې په نورو سيمو کې هېڅ امنيتي ستونزه نشته.))
نوموړى زياتوي، که چېرې دغه سايټونه د امنيت د خرابوالي له وېرې تړل شوي وي ، نو د ده په وينا، امنيت خو په ټول هېواد کې ډاډمن نه دى.
 د ولايتي شورا مرستيال وايي، د دغوسايټونو په بندولو سره به د غزني زيات شمېر خلک په ټاکنو کې بې برخې پاتې شي.
دى وايي، په کومو سيمو کې چې د ټاکنو سايټونه بند شوي هلته ملي پوليس، سيمه ييز پوليس او ملي اردو شته دي.))
د غزني د قره باغ ولسوالۍ يوه اوسېدونکي عبدالرحيم پژواک ته وويل، چې په دې ولسوالۍ کې هغه ځاى چې امنيت شته هلته يې سايټونه تړل شوي او کوم ځاى کې چې امنيت نشته د ښځينه وو لپاره د رايې ورکولو سايټونه خلاص شوي دي.
د غزني د قره باغ ولسوالۍ د لليزي سيمې يوه اوسېدونکي لعل محمد پژواک ته وويل: (زموږ کلى له ولسوالۍ څخه ۲۰ کيلومتره لرې پروت دى، کله کولاى شو چې هلته د کورنۍ غړي په ټاکنو کې د ګډون لپاره د رايو مرکز ته بوځو.))
لعل محمد وايي، چې د دې ولسوالۍ زياتره اوسېدونکي به له ټاکنوبې برخې پاتې وي.
بلخوا د غزني د زنخان ولسوال احمدضيا يعقوبي پژواک ته وويل، چې په دې ولسوالۍ کې شپږ سايټونه تړل شوي دي.
ولسوال وايي: ((په زنخان کې ټول ۹ سايټه وو، چې شپږ يې تړلي دي او٣ نور خلاص دي.))
په ورته مهال د غزني د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس شاجهان سرداري پژواک ته وويل، چې په دغه ولايت کې نږدې ۶۰ سايټونه تړل شوي دي.
سرداري وايي: ((موږ ته ويل شوي چې۶۰ سايټونو ته تر امر ثاني پورې مواد مه ورلېږدوئ، نو معلومداره چې بند به وي.))
دى زياتوي، چې دغه سايټونه د امنيتي ستونزو له امله د غزني په يو شمېر ولسواليو کې تړل شوي دي.
د غزني والي موسى خان اکبرزاده پژواک ته وويل، په غزني کې يو شمېر سايټونه له لوړ امنيتي ګواښ سره مخ دي، چې په دې اړه يې له امنيتي ارګانونو سره خبرې کړې دي.
والي ونه ويل، په غزني کې څومره سايټونه تړل شوي خو زياته يې کړه: ((هغه سايټونه چې په غزني ولايت کې تړل شوي د ټاکنوله خپلواک کمېسيون څخه غوښتنه شوې چې بېرته يې پرانيزي.))
اکبرزاده وايي، په لومړيو کې د غزني ولايت زيات ټاکنيز سايټونه له امنيتي ګواښ سره مخ وو، خواوس تهديدونه کم شوي دي.
دا په داسې حال کې ده ، چې د ګوتو په شمېر ورځې راتلونکو ټاکنو ته پاتې دي.
ټاکل شوې ، د ولسمشرۍ او ولايتي شورا ټاکنې د وري په ١٦مه ترسره شي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.