Add new comment

Logar voter registration centre closed

 
پل علم (پژوک ٩ ورى ٩٣): د لوګر اوسېدونکي وايي، چې په پل علم ښار کې د ټاکنو لپاره د نوم لکنې مرکز تړل شوى دى.
ځايي اوسېدونکي وايي، چې له دريو ورځو را په دېخوا د يو شمېر لرو پرتو سيمو اوسېدونکي دغه مرکز ته د کار اخيستو لپاره راځي، خو مرکز تړلى دى.
۴۱ کلن محمد اسحق، چې د دغه تړلي مرکز مخې ته ولاړ د‌ى، د وري په ٩مه پژواک خبري اژانس وويل، چې له سهار راپه دېخوا د کارتونو د وېش مرکز مخې ته کارت اخيستو ته ولاړ دى.
دى وايي، د ټاکنو کمېسيون په دغه کار سره د سلګونو لوګريانو حق تر پښو لاندې کړى او دوى چې کارت ونه لري نو په ټاکنو کې به له ګډون څخه پاتې شي.
ذبيح الله هم، چې د لوګر له يوې لرې پرتې سيمې د کارت اخيستو په موخه پل علم ته راغلى، پژواک ته وويل، چې په ټاکنو کې د ګډون لپاره کارت اخلي خو د کارتونو د وېش مرکز ټرلى او پوليس خلکو ته اجازه نه ورکوي چې د دغه دفتر خوا ته ورشي.
د دغه مرکز مخې ته د ولاړو پوليسو له ډلې يوه يې د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وويل: ((ډله ډله کسان د مرکز مخې ته راځي، چې کارتونه واخلي خو له دريو ورځو راپه دېخوا دلته د کارتونو د وېش لړۍ په ټپه ولاړه ده.))
نوموړى وايي، د امنيتي مشکلاتو له امله دوى چا ته اجازه نه شي ورکولاى چې د دغه مرکز مخي ته دې راغونډ شي.
په لوګر کي د ټاکنو د کمېسيون ولايتي رييس ډاکتر نعمت الله وردګ پژواک ته دا ومنله، چې د کارتونود وېش مرکز يې تړلى دى.
وردګ وايي: ((په لوګر کې د کارتونو د وېش يوازې يو مرکز لرو، چې هغه اوس په لوګر کې د ۲۰۳ تندر قول اردو څلورمې پلې لوا ته انتقال شوى څو هلته پوځيانو ته کارتونه ووېشي.))
وردګ وايي، د څلورمې پلې لوا پوځيان هم د لوګريانو په چوپړ کې دي او حق لري چې همدلته رايه ورکړي نو دو‌ى مجبور وو، څو د کارتونو د وېش دغه مرکز هلته ولېږدوي.
نوموړي وايي، د نن ورځې تر پايه به د ټولو پوځيانو نوم ليکنه پاى ته ورسېږي او سبا ورځ به بېرته دغه مرکز په خپل پخواني ځاى کې په کار پيل وکړي.
د ولايتي شورا رييس او د ولايتي شورا نوماند ډاکټر عبدالولي وکيل پژواک ته وويل، چې خلکو ته د کارتونو نه ورکول په ټوله کې پر ټاکنو بده اغېزه کولاى شي.
نوموړى وايي، په تېرو دريو ورځو کې ممکن زيات خلک د دغه مرکز تړلو له امله ناهيلي شوي او د کارت له اخيستو بې برخې پاتې شوي وي.
وکيل وايي: ((کمېسيون بايد پوځيانو ته د کارتونو د وېش بل مرکز جوړ کړى واى يا يې هم د رايې ورکولو د مرکز نيم کارکوونکي ورلېږلي واى او نيم يې دلته په خپل مرکز کې پرېښودې واى.))
په پل علم کې د هېواد د نورو ولايتونو د مرکزونو په څېر د رايې کارتونو ورکولو يو دفتر شته، چې په دې وروستيو کې ورته ډېر خلک د کارتونو د اخيستلو لپاره راتلل.
په دغه ولايت کې په داسې حال کې د نوم ليکنې مرکز له تېرو دريو ورځو راهيسې تړلى، چې ټاکل شوې د روان کال د وري په ١٦مه په ټول هېواد کې ټاکنې ترسره شي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.