Add new comment

زابل کې ټاکنيز کمپاينونه يواځې تر مرکزه محدود دي

 
کلات (پژواک ٧ ورى ٩٣): د زابل ولايت يو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي، چې په دغه ولايت کې ټاکنيزي منډې ترړې تر ډېره يواځې تر مرکز کلاته محدودې شوې دي.
د دوى په خبره، چې تر اوسه نه دي توانېدلي د ولايتي شورا کانديدان له نږدي وويني او له پلانونو او پروګرامونو يې خبر شي.
د داى چوپان ولسوالۍ يوه اوسېدونکي بختيار پژواک خبري اژانس ته وويل، تر اوسه يې ولسوالۍ ته هېڅ کانديد نه دى ورغلى او د يادې سيمې اوسېدونکي خپل کانديدان نه پېژني.
نوموړي زياته کړه: ((تر اوسه هېڅ کانديد زموږ ولسوالۍ ته نه دى راغلى، عکسونه او پوسټرونه يې هم نه دي رالېږلي کمپاينونه دلته نه دي را رسېدلي موږ تر اوسه نه پوهېږو، چې کانديدان څوک دي.))
د ده په خبره، کانديدانو ته په کار وه، چې ټولو ولسواليو ته سفر وکړي او له خلکو سره خپلې تګلارې او پلانونه شريک کړي، څو د يادو سيمو اوسېدونکي وتوانېږي، چې د رايه ورکولو په ورځ د خپل خوښي کانديد په رايه پاڼه کې په اسانۍ سره ومومي.
د مېزان ولسوالۍ يو اوسېدونکى عبدالواسع هم وايي، چې تر اوسه يادې ولسوالۍ ته کوم کانديد نه دى ورغلى.
هغه زياتوي، چې د مېزان ولسوالۍ په بازار کې يواځې د ۴ – ۵ تنو عکسونه لګول شوي خو خلک هيله لري، چې له نږدې خپل کانديدان وويني او ويې پېژني.
همدارنګه د شاه جوي ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې تر اوسه يواځې دوو کانديدانو يادې ولسوالۍ ته سفر کړى، خو نور څوک نه دي ورغلي او نه يې هلته له خلکو سره لېدلي دي.
د دې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي محمدرحيم وويل، چې د ولايتي شورا هر کانديد ټولو ولسواليو ته سفر وکړي هلته له خلکو سره مشورې وکړي د هغوى ستونزې واوري او خپل پلانونه ورسره شريک کړي، تر څو د خلکو باور پر ځان پيداکړي.
نوموړي زياته کړه، چې يواځې عکسونه او شعارونه د خلکو لپاره بسنه نه کوي.
د دغه ولايت ولايتي شورا يو شمېر کانديدان هم مني، چې ټولو ولسواليو ته پر تګ نه دي توانېدلي ، خو هڅه يې کړې، چې خپل عکسونه تر ټولو سيمو ورسوي.
د زابل د ولايتي شورا کانديد اسدالله کاکړ له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل، تر اوسه يې يوازې په کلات ښار کې غونډې کړې ، خو پوسټرونه او خپل نور استازي يې د زابل شاه جوى، شهرصفا، ارغنداب،مېزان ، شينکۍ او يو شمېر نورو ولسواليو ته استولي دي.
نوموړي زياته کړه، چې پاتې پنځو ولسواليو ته د نا امنيو له امله نه په خپله په ورتلو توانېدلي او نه يې خپل تبليغاتي مواد او استازي لېږلي دي.
مرتضى ناصر يو بل د ولايتي شورا کانديد دى، وايي تر اوسه يې يوې ولسوالۍ ته هم سفر نه دى کړى ، خو په پام کې لري، چې د ټاکنيز کمپاين په پاتې ورځو کې ارغنداب او شاه جوي ولسواليو ته سفر وکړي او هلته له خلکو سره له نږدې خبرې وکړي.
نوموړى وايي، د زابل له لرې پرتو ولسواليو ته تګ يواځې د هوا له لارې امکان لري او دوى نه غواړي، چې دولت ته تکليف ورکړي څو يو ځل د دوى لپاره پروازونه چمتو کړي او وروسته د ټاکنو لپاره بيا پروازونه چمتو کړي.
خو د زابل امنيتي چارواکي وايي، چې که کانديدان ورڅخه غوښتنه وکړي ، نو کولاى شي چې امنيت يې تامين کړي.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني پژواک اژانس ته وويل، امنيتي ځواکونو له کانديدانو سره په ناستو کې هغوى ته ژمنه ورکړې، چې امنيت به يې خوندي کوي.
د ده په خبره، دغه راز هغو ولسواليو ته چې ټاکنيز ټېمونه به د هوا له لارې انتقالېږي، هلته يې د کانديدانو د استازو د لېږد چمتووالى هم نيولى،  څو له ټاکنو په ښه ډول نظارت وکړاى شي.
زابل ولايت ته تر اوسه د ولسمشريزو ټاکنو کوم کانديد هم سفر نه دى کړى.
ټاکل شوې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د روان کال د وري مياشتې په ١٦مه ترسره شي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.