Add new comment

Voters demand more registration centres

 
هرات (پژواک ٦ ورى ٩٣): د هرات ولايت يو شمېر اوسېدونکي، د رايې ورکولو د کارتونو د وېش له مرکزونو شکايت کوي او د دغو مرکزونو د ډېرېدو غوښتنه کوي.
د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنو په رانږدې کېدو سره د کارت اخيستو او د ټاکنو په ملي پروسه کې د ګډون په موخه د دغه ولايت د خلکو لېوالتيا ډېره شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د هرات په ښار کې يواځې د رايې ورکولو دوه مرکزونه شتون لري، خو د کارت ځينې اخيستونکي، د کارت د وېشلو مرکزونو له کموالي سر ټکوي.
دوى وايي، چې د رايې ورکولو د کارت اخيستو لپاره ساعتونه او حتى ورځې ورځې سرګردانه وي.
د هرات اوسېدونکو په وينا، دوى د کارت اخيستو لپاره د سهار له پنځو بجو راهيسې د دغو مرکزونو د دروازو مخې ته انتظار باسي.
د هرات ولايت د اتمې ناحيې د پل خېمه دزدان سيمې يوه اوسېدونکي ٣٥ کلن ميراحمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار پنځه نيمې بجې د هرات ښار د ګرده پارک، د نوم ليکنې مرکز ته راغلى، خو تر ١١ بجو يې کارت نه دى ترلاسه کړى.
د هرات ښار يوه بل اوسېدونکي عبدالرووف وويل، چې درې ساعته يې په لين کې انتظار ايستلى، خو تر دې مهاله د کارت په اخيستو نه دى بريالى شوى.
د هرات اوسېدونکې رويا بهرامي، چې له خپلې خور سره يو ځاى د کارت اخيستو لپاره د کارتونو د وېش مرکز مخې ته د ښځو په کتار کې انتظار ايست، پژواک ته وويل، دوه ورځې کېږي، چې د کارت اخيستو لپاره دلته راځي، خو له نېکه مرغه نن په کارت اخيستو بريالۍ شوه.
هغې د ټاکنو له خپلواک کمېسيونه وغوښتل، چې د ټاکنو په ورځ د ړندو لپاره هم د رايې ورکولو مرکزونه په پام کې ونيسي، تر څو هغوى هم په پوره ډاډ سره په ټاکنو کې ګډون وکړى شي.
د هرات ولايت له ځينو لرې پرتو ولسواليو د کارت د اخيستو لپاره يو شمېر راغلي کسان وايي، چې له تېرو څو پرله پسې ورځو راهيسې دغو مرکزونو ته راځي، خو تر دې مهاله پر دې نه بريالي شوي، چې د رايې ورکولو کارتونه ترلاسه کړي.
هغوى زياته کړه، چې په تېرو ټاکنو کې د هرات ښار په ډېرو برخو کې د رايې ورکولو مرکزونو شتون درلود او خلک هم له ستونزو سره نه مخ کېدل، خو سږ کال دغه مرکزونه ډېر کم دي.
د هرات د انجيل ولسوالۍ اوسېدونکى عبدالله وويل، له تېرو دوو ورځو راهيسې د سهار له ٤ بجو څخه نېولې تر ماسپښين ٣ بجو پورې د کارت اخيستو لپاره انتظار باسي.
ورته مهال د هرات ولايت د ګرده پارک د نوم ليکنې مرکز مسوول جمال الدين بختياري پژواک ته وويل، چې هره ورځ شا وخوا ٧٥٠ کسان د همدې دفتر له لارې کارتونه تر لاسه کوي.
بختياري زياته کړه: " د دغو ٧ سوه کسانو له ډلې يې ٣٠٠ يې ښځې تشکيلوي."
هغه زياته کړه، له دې سره سره چې هره ورځ په دغه مرکز کې نهه ساعته په کار کولو بوخته وي، خو د هرې ورځ په تېرېدو سره د کارت اخيستونکو شمېر له زرو کسانو اوړي."
په ورته وخت کې د هرات ولايت د ټاکنو خپلواک کمېسيون د سيمه ييز دفتر مشر احمد داود صديق زاده پژواک ته وويل، چې د پلان له مخې، په هرات ښار کې د رايې ورکولو ياد دوه مرکزونه شتون لري.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.