Add new comment

د نورزيو قومي شورا له ډاکټر اشرف غني ملاتړ وکړ

 
 کابل (پژواک ٥ ورى ٩٣): په سوېل لوېديځ کې د نورزيو قوم ټولنيزې شورا د ولسمشرۍ له کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ وکړ.
 د يادې شورا يوه غړي صالح محمد صفاري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د نورزيو قوم ټولنيزې شورا د ولسمشرۍ د ټولو کانديدانو تګلارې مطالعه او ارزونی يې وکړه.
 ده زياته کړه، تر زياتو سلا مشورو وروسته د ياد شوې غړو او د نورزيو قوم مشرانو وپتېيله، چې د ډاکټر اشرف غني احمدزي ټاکنيز کمپاين د هېواد لپاره وړ پلانونه او تګلارې لري.
 د هغه په وينا، اشرف غني يو وړ شخص دی، چې کولى شي د خلکو او دولت ترمنځ رامنځ ته شوي واټن ته د پاى ټکى کېږدي.
 نوموړى وايي، له همدې امله د نورزيو قوم ټولنيزې شورا د خپلو ډېرى خلکو په استازيتوب په يوه ناسته کې ولسمشريزو ټاکنو ته د نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي د کانديداتورۍ رسمي ملاتړ وکړ.
 يادې شورا له خپلو خلکو غوښتي، چې په هېواد کې د ستونزو د هواري په موخه د ټاکنو په ورځ د رايو صندوقونو ته ولاړ شي او احمدزي ته رايه ورکړي.
 صفاري وايي، ياد تصميم يې د تېرو کلونو لاسته راوړنو د ساتنې او روانو شته ستونزو ته د پاى ورکولو په موخه نيولى دى.
 د سرچينې د معلوماتو له مخې، د نورزيو قوم ټولنيزوه شورا په ١٣٨٨ کال جوړه او خپل فعاليت يې پيل کړى دى.
 ټاکل شوې، د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د روانې مياشتې په ١٦مه ترسره شي.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.