Add new comment

7,000 soldiers to perform poll duty in north

 
مزارشريف (پژواک ٤ ورى ٩٢): د افغانستان په شمال کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو مسوولين وايي، چې د راتلونکو ټاکنو د امنيت د تامين په برخه کې به د نورو امنيتي ځواکونو تر څنګ د ملي اردو ۷ زره سرتېري هم ونډه واخلي.
د ياد قول اردو قوماندان تورن جنرال زلمي ويسا دغه څرګندونې د وري په ۴مه د هغو نظامي قطعاتو د معاينې په مراسمو کې وکړې، چې د ټاکنو د مرکزونو د امنيت لپاره واستول شول.
هغه وويل، چې ياد شمېر سرتېري کافي دي او دوی ډاډ ورکوي، چې د امنيت له پلوه به ټاکنې ښې ترسره شي.
د نوموړي په وينا، سربېره پر دې د ملي اردو ۵زره سرتېري به د تيارسۍ په حالت کې وي، چې د اړتيا پر مهال به له نورو امنيتي ځواکونو سره مرسته کوي.
د شاهين قول اردو د قوماندان په وينا، د ملي اردو ځواکونو له دې وړاندې د ټاکنو د پروسې د امنيت په موخه د بدخشان په وردوج ولسوالۍ، د فارياب په غورماچ، قيصار او المار، د بلخ په چمتال، چهاربولک او البرز غره او د بغلان په تاله او برفک سيمو کې نظامي عمليات ترسره کړي، چې يادې سيمې يې د مخالفينو له شتون څخه پاکې کړي او د ټاکنو لپاره يې امنيت خوندي دی.
هغه همدا راز وويل، چې د افغانستان د خلکو دښمنان غواړي څو د ټاکنو پروسه ګډوډه کړي او افغانان پرې نه ږدي، چې خپل ملي زعيم وټاکي.
دغه امنيتي چارواکي له خلکو غوښتنه وکړه، چې له خپلو امنيتي ځواکونو سره مرسته وکړي او دښمنانو ته اجازه ورنه کړي، چې د ټاکنو د ملي پروسې پر وړاندې امنيتي خنډونه رامنځته کړي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.