Add new comment

3 election campaign offices stormed in Herat

 
هرات (پژواک ٢٩ کب ٩٢): په هرات ولايت کې د ولسمشرۍ د نوماندانو ډاکتر اشرف غني احمدزي، ډاکتر عبدالله، زلمي رسول او عبدرب الرسول سياف پر ټاکنيزو دفترونو وسله وال بريدونه شوي.
د هرات ځايي چارواکي وايي، چې تېره نيمه شپه د کهسان ولسوالۍ په اسلام قلعه سيمه کې د ولسمشرۍ د نوماند ډاکتر اشرف غني پر ټاکنيز مرکز راکټي بريد شوى، چې مرګ ژوبله يې نه درلوده، خو مالي زيانونه يې اړولي دي
د هرات امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونوال عبدالرووف احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې د عبدرب الرسول سياف او زلمي رسول پر ټاکنيزو دفترونو هم بريدونه شوي، چې مرګ ژوبله يې نه درلوده، خو د دغو بريدونو په تړاو دوه کسه نيول شوي دي.
هغه زياته کړه، چې تېره شپه ٢ بجې د انجيل ولسوالۍ په دوراهي جغرتان سيمه کې د ډاکترعبدالله پر ټاکنيز دفتر بريد شوى، خو مرګ ژوبله نه لري او يواځې د دفتر ښېښې ماتې شوې دي.
په انجنيل ولسوالۍ کې د ډاکترعبدالله د ټاکنيز مبارزو د دفتر مسوول خواجه خليل احمد وايي چې وسله والو مخالفينو د کلاشينکوف او لاسي بم په کارولو سره د ده دفتر په نښه کړى دى.
هغه وويل، چې ياده نښته د نيم ساعت لپاره روانه وه، مرګ ژوبله يې نه درلوده، خو د دوى يو موټر ويجاړ شوى دى.
خليل احمد ادعا وکړه، سره له دې چې د خپلو مرکو د ساتنې لپاره يې له امنيتي ارګانونو څخه د وسلې او ساتونکو غوښتنه کړې، خو هغوى ورته په دې برخه کې جدې پاملرنه نه ده کړې.
خو د هرات امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول وايي، امنيه قومانداني موظفه ده، چې د کانديدانو د دفترونو امنيت په ټولو شرايطو کې خوندي کړي او هر وخت کې کانديدان د وسلې او ساتونکي غوښتنه وکړي په رسمي بڼه به يې په واک کې ورکړي.
هغه زياته کړه، احتمال لري، چې په شينډنډ ولسوالۍ کې دوه نيول شوي کسان له هغو نورو کسانو سره اړيکه ولري، چې د کانديدانو پر ټاکنيزو دفترونو يې بريدونه کړي دي.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشرۍ ټاکنو د مبارزو له پيل وړاندې (د سلواغې ١٣مه) د ډاکتر عبدالله د ټاکنيز ټېم دوه غړي په هرات ولايت کې ووژل شول او طالبانو يې مسووليت اخيستى و.
طالبانو په يوه تازه خپره کړې خبرپاڼه کې ګواښ کړى، چې د ټاکنو بهير به ګډ او وډ کړي او له خلکو غواړي، چې په ټاکنو کې ګډون ونه کړي، که نه له دې پرته به يې پايله ورته ښې نه وي.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.