Add new comment

Rains affect IEC activities in Balkh

 
مزارشريف (پژواک ٢٦ کب ٩٢): د بلخ ولايت د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مسوولين وايي، چې د موسمي ستونزو له امله يې د دغه ولايت په ځينو ولسواليو کې چارې خورا ټکنۍ دي.
د دغه ولايت د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مسوول عزت ارمان د کب په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ځينو ولسواليو کې يې د سيمه ييزو محلونو د کارکوونکو د استخدام چارې له خنډ سره مخ شوې دي.
نوموړي زياته کړه، چې د وروستيو بارانونو له امله د بلخ د ځينو ولسواليو حالت د اندېښنې وړ  دی.
د هغه په وينا، د دغه ولايت په زارع، چارکند او کشندې ولسواليو کې يې ځيني کارکوونکي د شوو بارانونو له امله بند پاتې دي.
ارمان وويل، چې د سيمه ييزو ناظمينو د استخدام چارې په ټولو ولسواليو کې بشپړې شوې دي او اوس بايد د سيمه ييزو محلونو کارکوونکي استخدام کړي.
نوموړي زياته کړه، چې په يادو ولسواليو کې د شوو بارانونو له امله بندو لارو د دوی چارې ټکنۍ کړې دي.
د هغه په وينا، له تېرې ورځې يې په دغو ولسواليو کې زيات شمېر کارکوونکي بند پاتې دي، چې ځينې يې د حيواناتو په وسيله مرکزونو ته رسولي او ځينې يې لا په سيمو کې بند پاتې دي.
ارمان وويل، چې لا هم په بلخ ولايت کې د تېزو بارانونو لړۍ نه ده پيل شوې او دوی له ستونزو سره مخ دي.
نوموړي زياته کړه، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته د ټاکنو اړين مواد رسېدلي، چې ډېر ژر به يې په ولسواليو کې ځانګړو ګودامونو ته ولېږدوي.
د هغه په وينا، چې که د روانو بارانونو له امله د ځينو ولسواليو لارې له ستونزو سره مخ وي، نو ممکن د ټاکنيزو توکو د لېږد په برخه کې هم له ستونزو سره مخ شي.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.