Add new comment

په پکتيکا کې دټاکنو ۷۹ مرکزونه تر لوړ امنيتي ګواښ لاندې دي

 
ښرنه (پژواک،٢١ کب٩٢): دپکتيکاامنيه قوماندان وايي،چې په دغه ولايت کې ٧٩ ټاکنېز مرکزونه ترلوړ امنيتي ګواښ لاندې دي.د دې ولايت امنيه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخېل دکب په ۲۱مه، له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، اوس مهال ددې ولايت د رايې ورکولو له ټولو ۲۶۶ مرکزونو څخه   ۷۹ يې تر لوړ امنيتي او۱۰۱ مرکزونه يې ترټيټ امنيتي ګواښ لاندي دي ، خو په نږدې راتلوونکي کې به ددغو مرکزونو ګواښ  ټيټې کچې ته راشي.   
نوموړي زياتوي: (( زموږ امنيتي ځواکونه اوسمهال ګډ عمليات ترسره کوي، څو د ټاکنو تر ورځې پورې هغه مرکزونه، چې ترلوړ ګواښ لاندې دي، متوسط  ګواښ او هغه مرکزونه، چې تر متوسط ګواښ لاندې وي، ټيټ ګواښ ته راولي.))
دده په خبره، درايې ورکولو په ورځ به د۴۲۳۰ په شاوخوا کې ځواکونه، چې ملي اردو ، ملي امنيت ،سرحدي ، سيمه ييز او دعامه نظم پوليس په کې شامل دي، د ټولو مرکزونو امنيت پوره وساتي او خلک به وکولاى  شي،چې بې له کومې امنيتي ستونزې رايه ورکړي.
امنيه قوماندان وويل، خوشامند، تروې او وړممۍ دپکتيکا هغه ولسوالۍ دي، چې يوڅه به ناامنې وي، خو اوس مهال په کې امنيتي ځواکونو پوستې ځاى پرځاى کړي اوهم په کې چاڼيز عمليات  پيل شوي.
هغه وويل، د ولايتي شورا  کانديدان، چې دامهال يې ټاکنيزې مبارزې پيل شوي، کولاى شي، له کومې امنيتي ستونزې پرته دپکتيکا په مرکز او ټولو ولسواليو کې انتخاباتي مبارزې مخته يوسي.
ملاخېل وويل، په دې وروستيو کې دپکتيکا په درېيو نورو ولسواليو اومنه،ګيان اومټاخان  کې هم سيمه ييز پوليس پردندو وګومارل شول او د يادو ولسواليو امنيتي فضا هم پوره ډاډمنه شوې ده.
 د پکتيکاولايتي شورا يوکانديد نعمت الله خالد وايي، چې دپکتيکا دمرکز په ګډون په يوشمېر ولسواليوکې دسيمه ييزو پوليسو ګومارلو سره  امنيت ښه شوى او دوى په ډاډمن امنيت کې کمپاين کولاى شى.
نوموړي پژواک ته وويل، دپکتيکاپه ځينو سيمو کې لکه زيړوک،خوشامند،تروې او وړممۍ کې اوس هم کانديدان زړه نه شي ښه کولاى،چې  د ځان لپاره کمپاين وکړي.
هغه وايي، چې که د يادو سيمو امنيت ته ځانګړې پاملرنه ونه شي، ښايي دامنيتي ستونزو له امله ډېر وګړي په ټاکنو کې برخه وانه خلي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.