Add new comment

Polls: Faryab Kuchis feel vulnerable to Taliban

 
ميمنه (پژواک ٢٠ کب ٩٢): د فارياب ولايت ځيني کوچيان وايي، چې د خپلو مېنو شاوخوا يې د وسله والو طالبانو د شتون له وېرې نه شي کولى، چې په راتلونکو ټاکنو کې ګډون وکړي.
هغوى زياتوي، دوى هم حق لري، چې د هېواد د نورو وګړو په څېر له ټولو ټولنيزو خدمتونو برخمن شي او په سياسي تصميمونو کې ونډه ولري، خو په دې برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
د دغو کوچيانو استازي، چې د طالبانو له وېرې يې له نوم اخيستو ډډه کوله، پژواک خبري اژانس ته وويل، اتيا سلنه کوچيان په داسې سيمو کې ژوند کوي، چې د وسله والو طالبانو تر کنټرول لاندې دي.
هغه زياته کړه، چې په تېرو کلونو کې د سړک، برېښنا، د څښاک اوبو، روغتيايي او ښوونې روزنې له خدماتو محروم وو، خو د دوى په سيمو کې ناامنۍ او د وسله والو طالبانو حاکميت د دې لامل شوى، چې د ټاکنو د کارت له اخيستو او رايه ورکولو محروم شي.
د کوچيانو دغه استازى، چې د شېرين تګاب لسوالۍ اوسېدونکى دى، وايي: ((موږ کوچيان په دغه هېواد کې د شپږمې ګوتې په توګه حسابېږو.))
يوه بل کوچي هم وويل، چې دوى په دولت اباد، شېرين تګاب، خواجه سبزپوش، پښتونکوټ، المار او قيصار ولسواليو کې ژوند لري او دولت يې بايد ستونزې حل کړي.
د المار ولسوالۍ استوګن دغه کوچي وويل، چې کوچيان په دې ولسوالۍ کې پر ناامنۍ سربېره له ځينو نورو ستونزو لکه د سړک، برېښنا، اوبو، د څارويو د خوراک او د ښوونځيو د نه شتون له ستونزو سره مخ دي.
هغه زياته کړه، که هر څو د دوى ښوونځي د فعالو ښوونځيو په نوم دي، خو ښوونکى په کې نه شته او که وي هم نو نيمه تنخوا يې طالبانو ته ورکوي، نو له همدې امله نه حاضرېږي.
خو د فارياب د پوهنې رييس احمدالله عرب بيا دا خبره رد کړه او ويې ويل، د طالبانو تر واک لاندې ټول ښوونځي د ولسي شوراګانو له خوا کنټرولېږي.
عرب زياتوي: ((د پوهنې رياست تر اوسه هېڅ ډلې ته جزيه نه ده ورکړې، دا چې ښوونکي د تنخوا له اخيستو وروسته خپلې تنخواوې څه کوي او يا يې چا ته ورکوي، دا په دوى پورې اړه لري.))
د فارياب د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس سيدمعصوم معصومي وويل، چې نه يواځې د کوچيانو د استونګې سيمې ناامنې دي، بلکې دا ستونزې د فارياب په نورو ولايتونو کې هم شته.
نوموړي د ټاکنيزو او رايې ورکونې مرکزونو د امنيت خوندي کول او خلکو ته په ټاکنو کې د ګډون لپاره اسانتياوې رامنځته کول د امنيتي ارګانونو دنده وګڼله او څرګنده يې کړه، چې د کوچيانو په ساحو کې ډېرى د رايې ورکونې مرکزونه تر امنيتي ګواښ لاندې دي، خو دوى کولى شي، چې د رايې ورکونې لپاره نورو ځايونو ته ولاړ شي.
د ټاکنو کمېسيون رييس زياته کړه: (( امنيتي چارواکو څرګنده کړې، چې په فارياب ولايت کې د رايې ورکونې ١٤ سلنه مرکزونه تر امنيتي ګواښ لاندې دي، خو فکر نه کوم، شايد دا شمېره د ټاکنو په ورځ اوچته شي.))
د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال توريالى عبديانى وايي، چې په ټوله کې په فارياب ولايت کې د رايې ورکونې ٢٤٠ مرکزونه شته او دوى هڅه کوي، چې د ټاکنو تر ورځې د کم شمېر هغو امنيت خوندي کړي.
د فارياب والي محمدالله بتاش هم د دې پخلى وکړ، چې په دغه ولايت کې تر ټولو زياتې نا امنۍ د طالبانو په سيمو کې دي.
خو هغه پژواک ته وويل، چې امنيتي ځواکونو له تېرو دوو ورځو راهيسې له وسله والو مخالفينو څخه د رايې ورکونې مرکزونو د پاکولو لپاره د کوچيانو د ساحو په شمول په بېلابېلو سيمو کې عمليات پيل کړي دي، چې خلک به ډېر ژر په کې د مثبت بدلون شاهدان وي.
په فارياب کې د ټاکنو کمېسيون وايي، چې د کارتونو د وېش له پيله (د روان کال غبرګوني مياشت) تر اوسه پورې د ٣٧ سلنه ښځو او يو شمېرو کوچيانو په ګډون له ١١٠ زرو زياتو کسانو د رايې کارتونه اخيستي دي.
 دا په داسې حال کې ده، چې وسله والو طالبانو يو ځل بيا د ټاکنو پر وړاندې د مخالف او د ګډوډولو خبر داري ترڅنګ له خلکو غوښتي چې په ټاکنو کې ګډون ونه کړي، خو د کورنيو چارو وزارت د طالبانو ګواښونه تبليغات ګڼلي او د ټاکنو امنيت په اړه يې ډاډ ورکړى دى.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.