Add new comment

Qayyum to preserve gainsof past decade

 
کابل (پژواک ١٣ سلواغه ٩٢): د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند عبدالقيوم کرزي، د ټاکنيزو مبارزو د پيل په لومړۍ ورځ وويل، که بريالى شي، نو د هېواد مثبتې لاسته راوړنې به وساتي او ټول نيمګړي کارونه به بشپړ کړي.
د جمهوري رياست دغه نوماند خپلې موخې، نن د خپلو دواړو مرستيالانو هر يوه وحيدالله شهراني او محمد انور اکبري او له ده څخه د څو زرو ملاتړ کوونکو په ګډون، چې په کې د ملي شورا ځينو غړو هم ګډون درلود، د کابل د لويې جرګې په خېمه کې څرګندې کړې.
عبدالقيوم کرزي وويل، که چېرې بريالى شي، نو هڅه به وکړي، ترڅو هر افغان د خپل تحصيل او تخصص له مخې کار وکړي او د حکومتوالۍ په چارو کې به د اړتيا وړ اصلاحات عملي کړي.
هغه زياته کړه، د هېواد ټولې مثبتې لاسته راوړنې به وساتي، نيمګړي کارونه به بشپړ او هغه کارونه، چې بايد شوي وى او تر دې دمه نه دي عملي شوي، نو هغه به هم ترسره کړي.
د ولسمشرۍ دغه کانديد، په هېواد کې د سولې او ارامۍ د اهميت پر ټينګار سره وويل، هڅه به وکړي، ترڅو له وسله والو مخالفينو سره د سولې خبرې پيل او اوسنۍ جګړې ته د پاى ټکى کېږدي، خو د پلي کېدو د څرنګوالي په اړه يې څه ونه ويل.
عبدالقيوم کرزي په ورته وخت کې له نشه يي توکو سره د سختې مبارزې ژمنه وکړه او د خلکو د ژوند د پرمختګ لپاره يې پر اقتصادي ودې ټينګار وکړ.
هغه د ټاکنيزو مبارزو په دې ناستې کې وويل، چې قانون به پلى او ټولنيز عدالت به ټينګ کړي او څرګنده يې کړه، که بريالى شي، نو د ده حکومت به دا هر څه عملي کړي.
کرزي د خپلو څرګندونو په دوام سره وويل، پوهنې او لوړو زده کړو ته به ډېره پاملرنه وکړي او د يادو برخو د پرمختګ لپاره به ډېرې هڅې وکړي.
د کاري فرصتونو رامنځ ته کول او د دولتي مامورينو د معاش لوړل، نورې هغه ژمنې وې، چې د ولسمشرۍ ټاکنو دغه کانديد د خپلو موخو له ډلې وبللې او څرګنده يې کړه، چې په پلي کولو کې به يې په ټينګه اقدام وکړي.
د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې، چې ټاکل شوې د ١٣٩٣ کال د وري په شپاړسمه ترسره شي، يوولس کانديدان سيالۍ کوي او ټاکل شوې، چې د دغو ټاکنيزو نوماندانو مبارزې به د راتلونکي کال د وري مياشتې تر ١٣مې دوام وکړي.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.