Add new comment

On campaign trail, Sherzai outlines priorities

 
کابل (پژواک ١٣ سلواغه ٩٢): ولسمشرۍ ته نوماند ګل اغا شېرزى وايي، چې د خلکو په مرسته به افغانستان له سياسي، اقتصادي او ټولنيز ناورين څخه وژغوري.
د راتلونکې وري مياشتې په ١٦مه ترسره کېدونکې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ټاکنيزې سيالۍ نن پيل شوې او د ولايتي شوراګانو لپاره ټاکنيز کمپاينونه به يوه مياشت وروسته پيل شي.
ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند محمدشفيق ګل اغا شېرزي نن په کابل کې د ټاکنيز کمپاين په لومړۍ غونډه کې چې زرګونو کسانو په کې ګډون درلود وويل، چې افغانستان په يو حساس تاريخي او برخليک ټاکونکي پړاو کې دى او بايد ټول افغانان يو ځاى هڅه وکړي، چې راتلونکې ټاکنې په ښه توګه ترسره شي.
خو په ياده غونډه کې د ګل اغا شېرزي دويم مرستيال محمدهاشم زارع شتون نه درلود.
شېرزي زياته کړه: ((موږ بايد افغانستان له سياسي، اقتصادي او ټولنيز ناورين څخه په ګډه خلاص کړو او که زه په ټاکنو کې بريالى شم نو د يو ښه ټېم په مرسته به دا ستونزې هوارې کړم.))
شېرزى وايي، چې سوله راوستل، د امنيت ټينګښت، بيارغونه، زده کړو ته پراختيا ورکول، له ګاونډيو او د نړۍ له نورو هېوادونو سره د ښو اړيکو درلودل د توليدي فابريکو جوړول، سوداګرو ته د اړينو اسانتياوو برابرول، استادانو، خبريالانو او علماو ته د کورونو او موټرو ورکول د ده له لومړيتونو څخه دي.
هغه زياته کړه: ((ما په عمل کې ثابته کړې، چې زه د سولې او بيارغوني اتل يم.))
د هغه په وينا، که په ټاکنو کې بريالى شي، د ځوانانو او ښځو له حقونو به کلکه دفاع کوي او د نا امنيو له امله تړلي ښوونځي به بېرته پرانيزي.
هغه وويل، چې د يادو ټولو کارونو د ترسره کولو لپاره يې منظم پلان جوړ کړى دى.
شېرزى وايي: ((د ځينو ستونزو له امله هېواد ته سوله رانه غله خو زه هغه کس يم، چې ما قومي او تنظيمي جنګونه نه دي کړي، ما شهيدان ورکړي او جهاد مې کړى، زه هرو مرو هېواد ته سوله راوړم.))
هغه دا هم وويل، چې د وزارتونو کچه به ١٦ را ټيټه کړي او د ښه کار کولو په موخه به واليانو ته په خپلو چارو کې پوره واک ورکړي.
دا مهال په هېواد کې ٢٥ وزارتونه فعاليت لري.
شېرزى وايي، چې په هېواد کې د اداري فساد د مخنيوي په موخه به په اداري فساد کې د ښکېلو لوړپوړو چارواکو لپاره ځانګړې محکمه جوړوي.
د ده په وينا، که ولسمشر شو په هېواد کې يو شمېر بې ګناه کسان زنداني شوي، چې د خلاصون لپاره به يې يوه ځانګړې کمېټه پر دنده وګوماري.
هغه وويل: ((ما چې هره خبره دلته کړې ما کمپاين نه دى کړى دا ټول درته په عمل کې ثابتوم.))
شېرزي دا هم وويل، چې ولسمشر حامد کرزي د خپل کار په تېرو دوو پړاوونو کې په سياسي، اقتصادي او ټولنيزو برخو کې د پام او ستاينې وړ کارونه ترسره کړي دي.
خو شېرزي ټينګار وکړ، چې ولسمشر بايد د افغانستان د خلکو د غوښتنې پر اساس د افغانستان او امريکا تر منځ امنيتي تړون ژر لاسليک کړي.
مشورتي لويې جرګې د ليندۍ په ٣مه د افغانستان او امريکا تر منځ د امنيتي تړون سند له يو لړ وړانديزونو سره تاييد کړ او له ولسمشر حامد کرزي يې وغوښتل، چې دغه سند لاسليک کړي.
خو ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د سولې ټينګښت، د افغانانو پر کورونو د بريدونو درول او د راتلونکې کال د رڼو ټاکنو تر سره کول، د دغه سند د لاسليک لپاره د شرطونو په توګه وړاندې کړي دي.
د دغه سند له مخې، امريکا په افغانستان کې د پوځي اډو غوښتنه کړې ده.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.