Add new comment

AIDP to support Abdullah in polls

 
کابل (پژواک ١٠ سلواغه ٩٢): افغان ټولنپال ولسواک ګوند په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د ولسمشرۍ له کانديد عبدالله عبدالله څخه ملاتړ اعلان کړ.
د افغانستان ټولنپال ولسواک ګوند مشر محمدامين واکمن نن په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې دغه ګوند د ملي يووالي د لا پياوړتيا، د کرکو او تعصبونو د له منځه وړو، د ولسواکۍ د غوره تمثيل او د ملي ګټو د خونديتوب په موخه پرېکړه وکړه، چې په راتلونکو ټاکنو کې د ولسمشريزو ټاکنو له کانديد عبدالله عبدالله څخه ملاتړ اعلان کړي.
ټاکل شوې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکې وري مياشتې په ١٦مه ترسره شي.
واکمن وايي، چې د ياد ګوند د رهبري پلاوي له يو شمېر نورو کانديدانو سره يې هم ليدلي، خو له عبدالله سره ځکه يو ځاى شول، چې "عبدالله د افغان ټولنپال ولسواک ګوند اعلان شوى دريځ د ولسمشريزو ټاکنو په اړوند د زړه له کومې تاييد کړ."
د ده په وينا، د افغان ټولنپال ولسواک ګوند د هېواد په دغه حساس تاريخي پړاو کې هڅه کوي، چې هېواد او خلک له دغه ستر او ځورونکي ناورين نه د يوې ډاډمنې سولې او هوساينې ساحل ته ورسوي.
افغان ټولنپال ولسواک ګوند له افغان ملت ګوند څخه بېله شوې ډله ده.
د افغان ملت يوه دويمه ډله د انوارالحق احدي او درېيمه يې د ستانه ګل شېرزاد تر مشرۍ لاندې فعاليت کوي.
په نننۍ غونډه کې د ملي اېتلاف مشر عبدالله عبدالله له ياد ګوند نه مننه وکړه، چې په راتلونکو ټاکنو کې يې له ده څخه ملاتړ اعلان کړ.
د عبدالله په وينا، سره له دې چې په اوسني حکومت کې ګوندونو د پام وړ پرمختګ کړى، خو د حکومت له لوري د ګوندونو پر وړاندې يو ډول بدبيني شتون لري.
د عبدالله په اند، خلک د ګوندونو له لارې کولاى شي د خپل برخليک په اړه سمه پرېکړه وکړي او د دولتونو په جوړولو کې ونډه واخلي.
هغه له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې په هېواد کې د ملي يووالي او امنيت د ټينګښت په موخه له ګوندونو سره اړينې مرستې وکړي.
د عبدالله په وينا، راتلونکي ټاکنې د دې لپاره ښه فرصت دى، چې له لارې يې ګوندونه او عام افغانان کولاى شي د خپل برخليک په ټاکلو کې ونډه واخلي.
تېره ورځ د حق او عدالت ګوند د ولسمشرۍ لپاره له بل کانديد اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ اعلان کړ.
د ولسمشرۍ لپاره ١١ تنو ځانونه

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.