Add new comment

Right and Justice Party swings behind Ghani

 
کابل (پژواک ٩ سلواغه ٩٢): د حق او عدالت ګوند د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو د کانديد اشرف غني احمدزي څخه د خپل ملاتړ د اعلان تر څنګ له ولسمشر کرزي وغوښتل، چې له امريکا سره دې امنيتي تړون  ژر لاسليک کړي.
د حق او عدالت ګوند د مشرتابه شورا غړي محمد حنيف اتمر، نن په کابل کې د يوې خبري ناستې په ترڅ کې وويل، چې دغه ګوند له ډېرو څېړنو وروسته دا پرېکړه وکړه، ترڅو له اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان کړي.
هغه وويل: " زموږ له خوا په تر سره شويو څېړنو کې معلومه شوه، چې موږ ګډې موخې لرو او خپل ملاتړ مو له هغه څخه اعلان کړ او په خپله پرېکړه کې به هم ټينګ يو."
اتمر زياته کړه، چې د احمدزي په ګټه تېرېدنه او د دوى پرېکړه په پټو سترګو نه ده شوې، بلکې د افغانانو د ګټې لپاره تر سره شوې ده.
د هغه په وينا، دغه ګوند به په خپل ټول ځواک د اشرف غني احمدزي په برياليتوب کې مبارزه وکړي او هيڅکله به هم له خپلې پرېکړې پر شا نه شي.
په ورته وخت کې اتمر له ولسمشر کرزي څخه وغوښتل، چې له امريکا سره د امنيتي تړون له ځنډ او له ډېر سياست لوبولو پرته ژر لاسليک کړي.
هغه وويل: " د کرزي سياست ناسم دى او له ملي ګټو سره په سمون کې نه دى او د افغانستان ټول خلک د دغه سند د لاسليک غوښتنه کوي."
حنيف اتمر ټينګار وکړ، چې له امريکا سره امنيتي سند د افغانستان لپاره يوه ښه فرصت دى او خلک يې لاسليک کېدو ته اړتيا لري، خو د نه لاسليک کېدو لپاره يې اندېښمن دي او که چېرې لاسليک شي، په دې برخه کې به د خلکو اندېښنه لرې کړي.
په دې ناسته کې د هېوا د پخواني لوى څارنوال عبدالجبار ثابت او د ولسي جرګې پخواني غړي بيدار ځاځي په ګډون د دغه ګوند يو شمېر نورو غړو هم  شتون درلود.
ثابت په خپلو خبرو کې وويل، چې په رسمي ډول له دې ګوند سره يو ځاى شوى ، له پرېکړو يې ملاتړ کوي او د دغه ګوند د نورو غړو په مرسته به ، د ياد ګوند د پرمختګ او پراختيا لپاره کار وکړي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.