Add new comment

 د پکتیکا امنيه قوماندان: راتلونکو ټاکنو ته به امنيت ډاډمنوو

 
ښرنه (پژواک٢٢ليندۍ٩٢): د پکتیکا امنیتي چارواکي په دې ولايت کې د امنيت ډاډ ورکوي او وايي چې چمتو دي د راتلونکو ټاکنو لپاره ډاډمن امنيت تامين کړي، ترڅو خلک له هر ډول وېرې پرته په ټاکنو کې برخه واخلي.
د پکتيکا امنیه قوماندان مل پاسوال دولت خان ځدراڼ وايي د تېر په پرتله به په دې ولایت کې ټاکنې په پوره امنیتي فضاکې ترسره شي.
ځدراڼ له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل:" دولایت د مرکز په ګډون یوشمېر هغه ولسوالۍ اوسیمې چې پخوا ناامنه وې او خلکو یې د ناامنۍ له ویرې په ټاکنو کې پوره برخه وانه خیسته، اوس مهال په کې د ملي اوسیمه ییزو پولیسو پرمټ امنیت پوره تامین دی، او زموږ خلک به وکولای شي له کوم ډار اوویرې پرته په فعاله توګه رایه ورکړي."
ځدراڼ وايي ، چې پلان لري تر راتلونکو ټاکنو پورې د هغو سيمو امنيت هم ډاډمن کړي، چې يو څه ناامنه دي.
د پکتیکا د امنیه قوماندان په خبره، ددې ولایت وګړي به دتېرو کلونو په پرتله په زیات شمېر کې په ټاکنو کې برخه واخلي.
دی ټاکنې له امنیت سره تړلې بولي او وایې ټول امنیتي ځواکونه پوره چمتودي ، څو دټاکنو پرمهال دخلکو امنیت وساتي.
په پکتیکا کې د ټاکنو د خپلواک کميسيون د ولايتي دفتر مشر زراب شاه هم وایې، چې که د ټاکنو پرمهال امنیت ډاډمن وي، نو ټول هغه کسان به خپلې رايې وکاروي چې نوم ليکنه يې کړې ده.
نوموړي پژواک ته وویل، چې ددوى دفتر له امنیتي ادارو سره همغږي لري او هغوى ډاډ ورکړى ، چې د ټاکنو په ورځ به له خپلو ټولو هڅو کار واخلي.
دپکتیکا یوشمېر اوسېدونکي هم وایي، اوس مهال په یوشمېر سیمو کې امنیت د پخوا په پرتله ښه شوی دی.
ددې ولایت قومي مشر بابري پژواک ته وویل، دکټواز او اورګون لور ته په یو شمېر ولسوالیو کې د تېرو ټاکنو پرمهال نا امني ډېره وه، چې له امله يې خلکو له ویرې هسې چې لازمه وه په ټاکنو کې ګډون ونشواى کړاى.
نوموړی وایې، اوس چې د دغو سیمو امنیت ډاډمن شوی، خلک هم چمتو دي څو خپلې رایه د یوه وړ کانديد په ګټه وکاروي.
خو بابري هیله څرګنده کړه، چې راتلونکې ټاکنې به له کومې درغلۍ پرته په شفاف ډول ترسره شي.
ټاکل شوې ده ، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکي کال د وري په ١٦ مه ترسره شي.
د ټاکنو د خپلواک کميسيون د معلوماتو له مخې، ١١ تنو ولسمشرۍ او تر ٢٧٠٠ ډېرو کسانو د ولايتي شوراګانو څوکيو ته ځانونه کانديد کړي دي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.