Add new comment

د غزني ځوانان د رڼو ټاکنو ترسره کېدو ته د شک په سترګه ګوري

 
غزني ښار (پژواک ۱۶ ليندۍ ۹۲): د غزني يو شمېر ځوانان وايي چې د دغه ولايت په ځينو سيمو کې داسې ننګونې شته چې رڼې ټاکنې ترسره کول په کې ناشونې دي.
دغه څرګندونې د غزني ښار په هغې غونډه کې وشوې چې په کې لسګونو نجونو او هلکانو ځوانانو برخه اخيستې وه.
دغو ځوانان چې په غزنې ښار کې سره راټول شوي وو له دولته غوښتنه وکړه چې د امنيت په فضا کې د رايې ورکولو زمينه ورته برابره کړي.
د غزني ښار يو ځوان سيد ابرار  وايي، چې له ښار پرته په نورو سيمو کې نجونې او هلکان نه شي کولى په ازاده توګه په ټاکنو کې برخه واخلي.
هغه زياته کړه، چې د سيمې خلک د ټاکنو په اړه د عامه پوهاوي په برخه کې هېڅ ډول معلومات نه لري او نه هم وسله وال مخالفين خلکو ته اجازه ورکوي چې په ټاکنو کې ونډه واخلي.
د اندړو ولسوالۍ يو ځوان نورالله هم ورته نظر لري او وايي، چې په ولسوالۍ کې يې ډېرى خلک بې سواده دي او د ټاکنو پر اهميت هم نه پوهېږي.
د هغه په وينا، د سيمه ييزو دودونو او بې سوادۍ له امله به د سيمې ډېرې نجونې او ښځې په ټاکنو کې برخه وانه خلي.
نورالله وايي چې  په تېرو ټاکنوکې په ټولو اندړو کې يواځې دريو تنو خپله رايه کارولې وه.
هغه له دولت څخه وغوښتل، چې خلکو داسې زمينه برابره کړې، څو ښځې، نارينه او ځوانان له کومې ستونزې پرته خپلې رايې وکارولى شي.
د غزني پوهنتون استاد حميدالرحمن وايي، چې په دغه ولايت کې يو شمېر داسې ننګونې شته چې له امله يې دوى فکر نه کوي چې رڼې ټاکنې به ترسره شي.
د هغه په وينا، امنيت تر ټولو مهمه ننګونه ده، دغه راز سيمه ييز دودونه واو د ټاکنو په اړه د عامه پوهاوي نشتوالى هم د ټاکنو پر وړاندې لوى خنډ دى.
ده زياته کړه، چې د عامه پوهاوي لپاره کسان ټاکل شوي، معاشونه اخلي، خو له وېرې ولسواليو ته نه شي تللى.
د ښاپيرۍ په نوم د يادې غونډې يوې ګډونوالې پژواک اژانس ته وويل، چې په ځانګړې توګه ښځې او نجونې د ټاکنو پر وړاندې له سترو ننګونو سره مخ دي.
هغې زياته کړه: ((په افغاني ټولنه کې داسې دودونه شته چې ښځه نه پرېښودل کېږي چې رايه ورکړي ، بله لويه ستونزه د امنيت خرابوالى دى.))
د نوموړې په وينا، په ولسواليو کې وسله والو طالبان په ښکاره په جوماتونو کې اعلانونه کوي چې څوک دې په ټاکنو کې برخه نه اخلي.
د غزني د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مسوولين وايي چې دوى د عامه پوهاوي په برخه کې خپل  کار کړى، خو له خلکو يې وغوښتل چې خپلې کورنۍ په ټاکنو کې  برخې اخيستو ته وهڅوي.
د ټاکنو د کمېسيون د ځايي دفتر مسوول شاجهان پژواک ته وويل، چې خلک بايد خپلو مېرمنو او نجونو ته اجازه ورکړي چې رايې وکاروي.
د هغه په وينا، حکومت هم هڅه کوي، څو په دغه ولايت کې د رڼو ټاکنو ترسره کولو لپاره فضا برابره کړي او دوى به چا ته اجازه ورنه کړي چې درغلي ترسره کړي.
ټاکل شوې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه ترسره شي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.