Add new comment

در ارزگان ٢٦٠٠٠ کارت رای دهی توزیع گردیده است

 
ترينکوټ (پژواک،١٠ ليندۍ ٩٢): په اروزګان کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون سيمه ييز چارواکي وايي، چې په مرکز او ولسواليو کې ٢٦ زره کسانو د رايې ورکولو کارتونه تر لاسه کړي دي.
په اروزګان کې د ټاکنو  خپلواک کمېسيون مشر عبدالحميد شريفي پژواک خبري اژانس ته وويل، چي  ۲۳۸۰۰ نارينه وو او ۲۲۰۰ ميرمنو  د رايې ورکولو کارتونه تر ګوتو کړي، چې      ۳۰۰ يې کوچيان دي.
د نوموړي په وينا: (( د دومره زياتو کارتونو تر لاسه کولو ته په کتو سره معلوميږي، چې د اروزګان خلک په ټاکنو کې د ګډون پراخه لېوالتيا لري.))
 هغه زياتوي، په ولسواليو کې د نوم ليکنې مرکزونه تړل شوي ، خو په ترينکوټ کې به يو مرکز د نوي لمريز کال تر پيل پورې پرانېستى وي ، تر څو په شرايطو برابر کسان وکړاى شي چې کارتوته تر لاسه کړي.
 د ترينکوټ اوسېدونکى احمد الله وايي، چې شاوخوا دوه مياشتې مخکې يې د رايې ورکولو کارت اخيستى.
د ده په وينا، د ولسمشرۍ او ولايتي شورا لپاره به اهل او وړ کانديد ته رايه ورکړي.
 دا په داسې حال کې ده، چې د اروزګان د ګيزاب ولسوالۍ اوسېدونکي د دايکنډي ولايت په نوم کارت نه اخلي او د سراب په ولسوالۍ کې د نوم ليکنې مرکز  نه و پرانېستل شوى.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.