Add new comment

"په بلخ کې د ټاکنو پروسه له تخنيکي پلوه ستونزې لري"

 
مزارشريف (پژواک ٣ ليندۍ ٩٢): په بلخ کې د ټاکنوخپلواک کمېسيون وايي، چې په دغه ولايت کې ټاکنې له تخنيکي پلوه ستونزې نه لري، خو امنيتي چارې يې په اړوند ارګانو پورې تړاو لري.
دغه څرګندونې د بلخ د ټاکنو خپلواک کمېسيون مرستيال اجمل احدي د ليندۍ په ٣مه په مزار شريف کې د افغانستان د راتلونکو ټاکنو په اړه د يوې ناستې پر مهال وکړې.
هغه زياته کړه، چې په بلخ ولايت کې د رڼو ټاکنو ترسره کېدل د امنيتي ځواکونو (ملي پوليسو، ملي اردو، ملي امنيت) پر فعاليتونو او هڅو پورې تړلې مسئله ده.
د احدي په وينا، که د بلخ د ټولو لرې پرتو سيمو امنيت تامين شي، نو هېڅ راز ستونزه به رامنځته نه شي.
نوموړى وايي، چې په بلخ کې د ټاکنو کمېسيون له تخنيکي پلوه هېڅ راز ستونزې نه لري، خو د امنيت له پلوه يې ټاکنې په ملي ځواکونو پورې تړلې وبللې.
هغه زياته کړه، چې د کارت ورکولو پر مهال دوی له هېڅ ډول امنيتي او تخنيکي ستونزو سره نه دي مخ شوي او په وينا يې که حالات همداسې وي، نو ټاکنې به ښې ترسره شي.
د بلخ د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مرستيال د پژواک اژانس د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((دا نه شم ويلی چې راتلونکې ټاکنې به له هېڅ ډول ستونزو سره مخ نه شي، ممکن ستونزې پيدا شي، خو تر دې مهال داسې ستونزه نشته چې زموږ هڅې له خنډ سره مخ کړي.))
هغه وايي، چې ټاکنې يوه ملي پروسه ده نو خلک بايد په پراخه کچه ګډون په کې وکړي.
د احدي په وينا، په بلخ کې څه باندې ۲سوه زره کسانو د رايې ورکولو کارتونه ترلاسه کړي، چې شاوخوا ۶۰ زره يې مېرمنې دي.
په همدې حال کې د بلخ امنيه قوماندان پاسوال عبدالرحمن رحيمي هم د ۹۳ کال ټاکنو ته د تياريو خبره کوي او وايي، چې له امنيتي پلوه د ټاکنو پر وړاندې هېڅ راز ستونزه نشته.
نوموړي زياته کړه چې امنيتي ځواکونو سر له اوسه په پوره همغږۍ سره د ټاکنو د ورځې د امنيت لپاره پر يوې ستراتيژۍ کار کوي.
رحيمي وايي، چې په را روانو ټاکنو کې به د تېرو ټاکنو تېروتنې نه تکراريږي.
د هغه په وينا، لا هم وسله وال مخالفين هڅه کوي چې ټاکنې بدرنګه کړي، خو د امنيتي ځواکونو د هڅو په پايله کې هغوی په دې نه توانيږي چې د پام وړ خنډونه رامنځته کړي.
هغه زياته کړه: ((زه په ډاډ سره وايم چې ستونزې نشته، تاسې وګورئ د کارت ورکولو د درې مياشتو په موده کې د بلخ په هېڅ ساحه کې ستونزه رامنځته نه شوه، سره له دې چې د ټاکنو د کمېسيون غړي د دغه ولايت لرې پرتو سيمو ته هم ولاړل چې پخوا يې امنيت خراب وو.))
په مزار شريف کې د يوناما د دفتر وياند سيد لطف الله بارز وايي، چې ټاکنې د افغانانو لپاره ښه فرصت دی تر څو خپل راتلونکی برخليک وټاکي.
هغه وويل، چې راتلونکې ټاکنې به په بشپړ ډول د افغان دولت له خوا په خپلواک ډول ترسره کېږي او هېڅ نړيوال ځواک به حق ونه لري چې لاسوهنه په کې وکړي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.