Add new comment

"د غزني په يو شمېر سيمو کې ټاکنې ناشونې دي"

 
غزني (پژواک ٣ ليندۍ ۹۲): د غزني يو شمېر خلک وايي، چې په ځينو ناامنو سيمو او ولسواليو کې به ټاکنې ترسره نه شي خو د دغه ولايت چارواکي بيا د ټاکنو د امنيت خونديتوب په اړه د بشپړ تياري خبره کوي.
د غزني د زنخان ولسوالۍ د ګوډلو کلي اوسېدونکی محمدرحمان چې غزني ښار ته راغلی و پژواک ته وويل، د ولسوالۍ پر ډېرى سيمو طالبان واکمن دي او هغوى چا ته اجازه نه ورکوي، چې په ټاکنو کې برخه واخلي.
نوموړى زياتوي، د رايې ورکولو د کارتونو د وېش مرکز هم د ولسوالۍ په مرکز کې و چې ولسوالۍ اوس له پخوانۍ سيمې لرې لېږدول شوې خلک ونه توانېدل چې د ځاى د لرې والي او نا امنۍ له امله د کارت اخيستلو لپاره ولسوالۍ ته ورشي.
 د ده په خبره، که د ټاکنو په ورځ مرکزونه هم په ولسوالۍ کې پرانيستل شي نو هېڅوک به د رايې ورکولو لپاره ور نه شي، ځکه طالبانو پخوا خلکو ته ويلي وو چې نه دې کارتونه اخلي او نه دې په ټاکنو کې ګډون کوي.
 د ګيرو ولسوالۍ اوسېدونکی الله محمد هم ورته اندېښنه لري او وايي، شونې نه ده چې خلک دې په ټاکنو کې برخه واخلي او يا دې وسله وال اجازه ورکړي، چې سمې ټاکنې ترسره شي.
 نوموړي وويل: ((زموږ جومات ته څو ځلې وسله وال طالبان راغلل له خلکو يې وغوښتل چې نه د ټاکنو کارت واخلي او نه په ټاکنو کې ګډون وکړي او وايي، چې دا ټاکنې د امريکا د غوښتنو لپاره دي.))
د ده په خبره، ډېرى کسان په ټاکنو پوهېږي هم نه او په دې برخه کې هېڅ پوهاوى نه لري.
د ولايتي شورا غړی جمعه خان تره کی هم وايي، د غزني په يو شمېر ولسواليو کې امنيتي ستونزې شته خو دولت بايد دې ته زمينه برابره کړي چې خلک په ازاده توګه په ټاکنو کې برخه واخلي.
 نوموړي پژواک ته وويل: ((دا بايد ومنو چې د غزني په يو شمېر سيمو کې امنيت خراب دى په ټولو نا امنو سيمو کې دې شرايط برابر شي.))
 د غزني د والي مرستيال محمدعلي احمدي هم دا مني، چې د غزني په يو شمېر ولسواليو کې امنيتي ستونزې لري خو زياتوي، چې دا ستونزې به د دوى د کار مخه ونه نيسي.
 احمدي زياتوي: ((دولت مجبور دى چې د ټاکنو په ورځو کې د خلکوامنيت وساتي څو وکولای شي په ډاډه زړه په ټاکنو کې برخه واخلي.))
نوموړي د کورنيو چارو له وزارته وغوښتل، چې د ټاکنو لپاره دې د غزني ولايت د هغو ولسواليو امنيت وساتي چې اوسمهال له ګواښ سره مخ دي.
مرستيال والي له خلکو غوښتنه وکړه، چې له ګواښونو ونه وېريږي او د خپل برخليک په ټاکنه کې خپل رول ادا کړي او د خپلې خوښې نوماند ته رايه ورکړه.
 د ده په خبره، وسله وال طالبان کوښښ کوي، په دې ورځ خلک پرې نه ږدي تر څو په ټاکنوکې برخه واخلي خو دى زياتوي چې د غزني ولايتي شورا ته د طالبانو استازي هم نوماند دي نو ښايې په دې ورځ څه ستونزه رامنځ ته نه شي، خو مرستيال والي په ښکاره د کوم استازي نوم وانه خيست.
 د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال غلام محي الدين پژواک اژانس ته وويل، چې د ټاکنو د خونديتوب لپاره بشپړه تيارى لري او په دې ورځ به د امنيت ساتنې لپاره له ټولو امکاناتو کار واخلي، خو هغه په دې برخه کې له خلکو هم د مرستې غوښتنه وکړه.
د ولسمشرۍ او ولايتي شورا ګانو ټاکنې د ١٣٩٣ کال د وري په ١٦مه تر سره کېږي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.