Add new comment

که رڼې ټاکنې ترسره نه شي نو هېواد به د بدبختۍ پر لور ولاړ شي

 
مزار شريف ( پژواک ٢٨ لړم ٩٢ ) : د مدني ټولنو په لسګونه فعالانو په ډاګه کړه، که راتلونکې ټاکنې رڼې ترسره نه شي، نو افغانستان به د بدبختۍ پر لور ولاړ شي.
ياده غونډه،چې د لړم په ٢٨مه،په مزار شريف ښار کې جوړه شوې وه، پکې د پوهنتونونو استادانو، محصلينو، د ټولنيزو بنسټونو غړو او مدني فعالانو ګډون کړى و .
ددې غونډې ګډونوالو له دولت څخه غوښتنه کوله، چې رڼو او له درغليو څخه پاکو ټاکنو ته لاره هواره کړي.
د غونډې يوتن سمبالونکي او د حکيم سنايي خيريه موسسې مشر راز محمد دليلي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دولت بايد په راتلونکو ټاکنو کې د زورمندانو د لاسوهنې مخنيوی وکړي.
نوموړي زياته کړه، چې دوی نه غواړي د تېر په څېر يو ځل بيا ټاکنې له ننګونو سره مخ  شي.
دليلي همدا راز وويل چې که ټاکنې په ښه فضا کې ترسره شوې، نو دا به د افغانستان د پرمختګ او ځان بساينې زيری له ځانه سره ولري.
هغه زياته کړه ،دوی په پام کې لري،چې په دې اړه پنځه کنفرانسونه ترسره کړي، تر څو خلک د ټاکنو په ارزښت پوه شي.
امنيتي ستونزې،د مېرمنو پر وړاندې خنډونه، د قوم او ژبې په نظر کې نيولو سره د رايې کارتونه هغه ټکي او ستونزې وې، چې مدني فعالانو يې د له منځه تللو غوښتنه کوله.
د مدني ټولنې فعالې ميترا مقدم پژواک اژانس ته وويل، چې د بلخ او يو شمېر نورو شمالي ولايتونو په لرې پرتو سيمو کې مېرمنو کارتونه نه دي اخيستي او دوی ګومان نه کوي، چې په راتلونکو ټاکنو کې دې ګډون وکړي.
هغې زياته کړه ، چې په ټاکنو کې د خلکو نه ګډون خپله ټاکنې له ننګونو سره مخ کوي.
د نوموړې په وينا، که دولت غواړي رڼې ټاکنې ترسره شي ، نو بايد مېرمنو ته په ټاکنو کې د پراخ ګډون زمينه برابره کړي.
مېرمن مقدم زياته کړه : (( په ډېری کليو کې مېرمنې رايه نه شي ورکولی او په ځينو کليو کې د مرد سالارۍ نظام چلېږي، هلته ښځې په خپله خوښه رايه نه شي ورکولی، د کور مېرمن اړ ده ، چې د خپل خاوند يا پلار او يا هم ورور په خوښه رايه وکاروي.))
د مدني ټولنې فعال او د پوهنتون استاد احسان احسان بيا په ټاکنو کې د مدني خوځښتونو فعاليتونه اغېزمن بولي او وايي، چې که دولت له دې لارې د خلکو د پوهولو هڅه وکړي، نو دوی اماده دي، چې مرسته ورسره وکړي.
  ټاکل شوې ده، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټولټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه، ترسره شي. د شکايتونو خپلواک کمېسيون نن ددغو ټاکنو د کانديدانو وروستى نوم اعلان کړ، چې له مخې يې د ولسمشرۍ ټاکنو وروستي نوملړ کې ١١ کانديدان  شامل دي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.