Add new comment

" په لوګر کې به ناامني ټاکنې له ننګونو سره مخ کړي"

 
پل علم ( پژواک، ٢٨ لړم ٩٢): د لوګر د ولايتي شورا کانديدان وايي، چې په ۷۰ سلنه سيمو کې د نا امنۍ له امله ټاکنې نه شي کېداى اوپه درېيو ولسواليو کې خلکو بيخي کارتونه نه دي اخيستي.
د لوګر د ولايتي شورا رييس او د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکى ډاکټر عبدالولي وکيل چې د ولايتي شورا درېيمې دورې ته هم کانديد دى پژواک ته وويل، چې د نا امنۍ له امله به ټاکنې شفافې نه وي او خلک به په کې ګډون ونه شي کړاى.
وکيل زياتوي، د لوګر په ۷۰ سلنه سيمو کې د امنيتي تهديد او وسله والو د فعال شتون  له امله به ټولټاکنې ونه شي او که چيرې کوم انتخاباتي مرکز په کې جوړ شي، نو سل په سلو کې به له درغليو ډکې وي.
د نوموړي په وينا، د خروار، څرخ او بره کي برک په ولسواليو کې د کارتونو د ويشلو تش په نامه مرکزونه پرانيستل شوي وو، خو هيچا په کې کارت نه دى اخيستى.
   له پل علم څخه ولايتي شورا ته کانديده هما  احمدي  هم د ټاکنو د شفافيت په اړه اندېښمنه ده او وايي، چی د نا امنيو په صورت کې به ټاکنې له درغليو ډکې ترسره شي .
د نوموړې په وينا، د مرکز په څو محدودو سيمو کې د کمپاين شرايط مساعد دي، خو دوى به هيڅکله هم ونه شي کړاى، چې په لرې سيمو کې کمپاين وکړي او خلک په ټاکنو کې ګډون ته اماده کړي.
 احمدي اندېښنه لري ، چې که د ټاکنو لپاره مناسب شرايط برابر نه شي ، نو فرصت طلب اشخاص به د نا امنۍ له نوم څخه په ګټې اخيستنې په ټاکنو کې پراخه درغلي وکړي .
 هما احمدي زياته کړه، امنيتي ګواښونو او د وسله والو ويرې د رايې ورکولو د کارتونو د ويشلو لړۍ هم اغيزمنه کړه، مرکزونه په ولسواليو کې د ننه پرانيستل شوي وو، چې ډيرو لږ خلکو ورته لاسرسى درلود.
  د محمداغې ولسوالۍ اوسيدونکى او د ولايتي شورا کانديد حاجي اميرجان  ستانکزی بيا وايي، که د لوګر په کليو او بانډو کې د ټاکنو د مرکزونو امنيت خوندي نه شي، نو بهتره ده، چې ټاکنې ونه شي، ځکه هغه کسان به زياتې رايې اخلي، چې پېسې ولري.
د ستانکزي په وينا، دوى ريښتنې او رڼې ټاکنې غواړي او له امنيتي ارګانو غوښتنه کوي، چې د ټاکنو د مهال تر راسيدو مخکې پراخې سيمې تر امنيتي چتر لاندې راولي.
 د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم  اسحاق زی  هم دا مني، چې  له ٨٢ انتخاباتي مرکزونو  ۴۵ يې تر پراخ امنيتي ګواښ لاندې دي.
د نوموړي په وينا، د پاتې ټاکنيزو مرکزونو څو نور يې هم تر لږ امنيتي ګواښ لاندې دي.
امنيه قوماندان په ټاکنو کې د خلکو د ګډون لپاره د امنيتي شرايطو د برابريدو او ټاکنيزو مرکزونو د خونديتوب ژمنه ورکړه، زياته يې کړه چې خلک به په ارامه فضا کې د خپلې خوښې کانديد ته رايه ورکړي.
 هغه زياتوي د سيمو د خونديتوب لپاره به عمليات پيل کړي او دغه راز به په ډيرى سيمو کې سيمه ييز پوليس هم فعال کړي او هم به د قومي مشرانو په مرسته وړ امنيتي شرايط برابر کړي.
 د ټاکنو د سيمه ييز دفتر  مشر ډاکټر نعمت الله وردګ وايي، چې د خروار، ازرې، څرخ  او بره کي برک د ولسواليو انتخاباتي مرکزونه تر يوې اندازې تر ګواښ لاندې دي.
 وردګ هيله وښوده، چې امنيتي ځواکونه به د ژمي له سړې هوا په استفادې د ټاکنو لپاره مناسب امنيتي شرايط برابر کړي.
هغه خلکو ته د رڼو او په امن فضا کې د خوندي ټاکنو د تر سره کيدو هيله ورکړه.
د ټاکنو په لومړى لېست کې د لوګر له ٤٢ کانديدانو څخه درې تنه د شرايطو د نه پوره کيدو له امله له نوملړه وايستل شول،چې اوسمهال ٤ مېرمنې او ٣٩ نارينه  کانديدان  ټاکنو ته ولاړ دي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.