Add new comment

پکتيکا کې ٤٥٥٠٠ کسانو د رايې ورکولو کارتونه اخيستي

ښرنه (پژواک ١٤ لړم ٩٢): د پکتيکا د ټاکنو خپلواک کمېسيون چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د نوم ليکنې تر وروستيو ورځو ۴۵۵۰۰ تنو د رايې ورکولو کارتونه اخيستي دي.
ټاکل شوې د نوم ليکنې او کارتونو د وېش لړۍ د لړم په ٢٠مه پای ته ورسېږي.
په پکتيکا کې د ټاکنو کمېسيون د ځايي دفتر مشر زراب شاه عاجز د لړم په ۱۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ۴۵۵۰۰ نوم ليکونکو له ډلې ۲۱۰۰۰ يې مېرمنې دي.
نوموړي زياته کړه، د تېرې يوې نيمې مياشتې په موده کې يې د نوم ليکنې د ګرځنده ډلو په مرسته وکولای شول، هغو کسانوته د رايې ورکولو کارتونه ورکړي، چې مخکې يې نه و ترلاسه کړي.
عاجز وويل، په دې موده کې يې زيات شمېر مېرمنو ته هم د رايې ورکولو کارتونه وېشلي دي.
د ټاکنوکمېسيون مشر همداراز وايي، په پکتيکا کې  ۴۳ تنو د ولايتي شورا لپاره ځانونه نومولي وو.
د ده په خبره، په يادو کسانو کې يې اوه تنه د نوماندۍ د شرايطو د نه پوره کېدو له امله له لومړنۍ لېست څخه و ايستل شول.
نوموړی وايي، د نوماندانو په لومړني لېست کې ۳۶ تنو نومونه راغلي، چې له ډلې يې پنځه مېرمنې دي.
د پکتيکا ولايتي شورا ته نوماند نعمت الله خالد پژواک ته وويل، د دغه ولايت په يو شمېر ولسواليو کې د ځينو امنيتي ستونزو له کبله خلک نه شي کولی په پراخه پيمانه د رايې ورکولو په پروسه کې برخه واخلي.
د نوموړي په خبره، ډيله، ګيان، زېړوک، مټاخان او يو شمېر نورې هغه ولسوالۍ، چې نا امنه دي که يې امنيت ته پاملرنه وشي خلک به يې په ډاډه زړه په ټاکنو کې برخه واخلي او هم به نوماندان په کې کمپاين وکړاى شي.
 خالد زياتوي، هغه سيمې چې سيمه ييز پوليس په کې پر امنيتي دنده ګومارل شوي امنيت يې ډاډمن دی، خلک به يې په راتلونکو ټاکنوکې فعاله ونډه واخلي.
د پکتيکا د خيرکوټ ولسوالۍ اوسيدونکى دين محمد  وايي، چې ځيني سيمې نا امنه دي بايد امنيتي شرايط يې سم شي.
نوموړى زياتوي، که امنيتي شرايط برابر وايي شايد د پکتيکا شل سلنه خلکو کارتونه اخيستى واى خو اوس دا سلنه تر دوه نه لوړيږي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.