Add new comment

د اروزګان په سراب ولسوالۍ کې د نوم ليکنې مرکز نشته

 
ترينکوت (پژواک ١٣ لړم ٩٢): د اروزګان د نوې جوړې شوې ولسوالۍ سراب اوسېدونکي وايي، چې هلته د رايو د کارتونو هېڅ مرکز نه دى جوړ شوى، خو د دغه ولايت د ګيزاب اوسېدنکي بيا د کارتونو له اخيستلو ډډه کړې ده.
ګيزاب او سراب د اروزګان هغه ولسوالۍ دي چې د ځايي اوسېدونکو په وينا، د ١٣٩٣ لمريز کال د ټاکنو په کې هېڅ نښې نه ليدل کېږي.
څو مياشتې مخکې د ګيزاب ولسوالۍ اوسېدونکو د اعتراض په توګه له دې امله په دې ولسوالۍ کې د ټاکنو سيمه ييز دفتر وتاړه چې دا مرکز يې دايکنډي ولايت پورې تړلى و.
دوى ګواښ کړى و، که چېرې دا مرکز په ترينکوټ پورې ونه تړل شي، نو دوى به يې د بېرته فعالېدو اجازه ورنه کړي.
خو د ياد مرکز د تړل کېدو دا دى تر څلورو مياشتو زياته موده تېره شوه، خو بېرته نه دى پرانيستل شوى.
د ګيزاب ولسوالۍ يو اوسېدونکى معلم عبدالله وايي چې په دې ولسوالۍ کې هېچا د رايې ورکونې کارت نه دى اخيستى، ځکه چې ولسوالي پخوا کلابنده وه او اوس چې مرکز تړل شوى، نو دا کار بېخي ناممکن شو.
د دې ولسوالۍ يوه بل اوسېدونکي نعمت الله پژواک ته وويل چې مرکزي دولت په تېرو څو کلونو کې د دوى پر ژوند لوبې کړې او له دوى سره يې هېڅ نه دي کړي.
هغه زياته کړه، چې په ولايتي او ملي شوراوو کې دا ولسوالۍ هېڅ استازى نه لري او نه به هم دوى رايه ورکړي.
دى وايي چې د دې ولسوالۍ نفوس ١٢٠ زره وګړي دي، خو تر اوسه يې برخليک نه دى معلوم چې په اروزګان پورې تړلې او که په دايکنډي پورې.
پرون د ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کې د راتلونکو ټاکنو د امنيت او د خلکو د ګډون په اړه يوه غونډه جوړه شوې وه، چې د دغه ولايت د مرکز او ولسواليو چارواکو او قومي مشرانو په کې ګډون کړى و، خو د ګيزاب او سراب استازو په کې ګډون نه درلود.
په دې غونډه کې د ولايت مرستيال، امنيتي چارواکو، او نورو خلکو ګډون درلود، د ګيزاب ولسوالۍ پر امنيت او ستونزو هم خبرې وشوې.
په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د وزيرانو شورا ته به يو مکتوب واستول شي، څو د ګيزاب ولسوالۍ د برخليک په اړه پرېکړه وکړي.
د يادونې ده، په تېرو ټاکنو کې د ګيزاب ولسوالۍ اوسېدونکو له دې امله په ټاکنو کې برخه ونډه نه وه اخيستې، چې دا ولسوالۍ د وسلوالو مخالفينو په لاس کې وه.
په اروزګان کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د ځايي دفتر مشر حکيم الله وفا هم د ګيزاب ستونزه پر ځاى بولي او زياتوي چې د ګيزاب نورې څانګې ترينکوټ پورې اړونده دي، بايد دټاکنو دفتر يې هم دې ولايت پورې اړونده شي.
هغه زياته کړه، که چېرې دغه کار وشو، نو دوى به ډېر ژر هلته د کارتونو دوېش لپاره خپل استازي وليږي.
بلخوا داروزګان د نوې جوړې شوې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې دلته هېڅ مرکز نشته او په ټاکنو کې له ګډون څخه بې برخې پاتې کېږي .
دا ولسوالي شاوخوا دوه کاله مخکې له وسلوالو څخه پاکه شوې او موقته اداره پکې جوړه شوې ده.
د دې ولسوالۍ يوه قومي مشر حاجي عبدالمحمد پژواک ته وويل، چې کمېسيون دې ولسوالۍ ته هېڅ مرکز نه دى لېږلى او اوسېدونکي يې له کارتونو بې برخې پاتې شوي دي.
د ټاکنو د ځايي دفتر مسوول وفا هم مني، چې دوى دومره امکانات نه لري چې هلته مرکز پرانيزي . 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.