Add new comment

د سمنګان د ولايتي شورا له کانديدانو يواځې يو تن له نوملړه ايستل شوى

 
مزارشريف (پژواک ٦ لړم ٩٢): د سمنګان ولايت د ولايتي شورا د کانديدانو له لومړي خپاره شوي نوملړه يواځې د يوه کانديد نوم ايستل شوى دى.
د دغه ولايت د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر محمدکريم د لړم په ۶مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د سمنګان ولايتي شورا ته ۶۷ کسانو ځانونه کانديد کړي دي.
نوموړي زياته کړه، چې په يادو کسانو کې اته يې مېرمنې دي.
د هغه په وينا، د سمنګان د ولايتي شورا له لومړني خپاره شوي نوملړه يواځې د پذير په نوم يو کانديد حذف شوی دی.
کريم وويل، دوی په دې اړه هېڅ معلومات نه لري، چې نوموړی کانديد د کومو دلايلو له مخې حذف شوی دی.
پذير هم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د نوملړ له خپرېدو سره سم يې د ټاکنو له کمېسيون څخه د ځان د حذف کېدو د دليل پوښتنه وکړه؛ خو مثبت ځواب يې ترلاسه نه شو کړای.
نوموړي زياته کړه، چې د کانديدۍ ټول اصول يې پوره کړي و او بيا يې ځان کانديد کړی و.
د هغه په وينا، د ټاکنو کمېسيون په لارښوونه يې د شکايتونو فورمه ډکه کړې ا و کمېسيون ته يې رسمي سپارلې ده.
د چارو شنونکي وايي، ښايي چې د سمنګان ولايت د کانديدانو اسناد په سمه توګه کتل شوي نه وي.
د دغه و لايت د مرکز اوسېدونکي انجنير محمدنعيم پژواک ته وويل، که چېرې رښتيا هم ټول کانديد شوو د کانديدۍ اصول پوره کړې وي، نو ښه خبره ده.
نوموړي زياته کړه، د دې امکان شته، چې د دغه ولايت د کانديدانو اسناد سم کتل شوي نه وي.
انجنيرنعيم د چا نوم په ډاګه نه کړ؛ خو زياته يې کړه، داسې کسان پېژني، چې له بېلابېلو اړخونو د کانديدۍ په اصولو برابر شاليد نه لري خو بيا هم له لومړني خپاره شوي لېست څخه حذف شوي نه دي.
خو د ټاکنو د کمېسيون مشر محمدکريم وايي، چې د ټولو کانديدانو پاڼې په مرکز کې څېړل شوې او د ټاکنو د قانون په نظر کې نيولو سره يې پرې فيصله شوې ده.
ټاکل شوې ده، چې د ولايتي شورا او ولسمشرۍ ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه، ترسره شي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.