Add new comment

د بلخ ولايتي شورا د کانديدانو له نوملړه يوه ښځه هم نه ده حذف شوې

 
مزارشريف (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ۹۲): په بلخ ولايت کې ولايتي شورا ته د کانديدانو له لومړني خپاره شوي نوملړ څخه شپږ کانديدان لرې کړای شوي دي.
د بلخ ولايت د ټاکنو خپلواک کمېسيون مسوولين وايي، چې دغه کانديدان د تحصلي اسنادو، د ټاکنو د کارتونو د کموالي او له دولتي پوستونو د نه استعفا له امله حذف شوي دي.
د دغه ولايت د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر عزت الله ارمان د لړم په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په بلخ ولايت کې ۱۲۹ کسانو د دغه ولايت ولايتي شورا ته ځانونه کانديد کړي وو.
نوموړي زياته کړه، چې په کانديد شوو کسانو کې ۱۲۲ کسانو سړي او ۱۷ په کې مېرمنې وې.
د هغه په وينا، د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د لومړي خپاره شوي نوملړ څخه د ۶ کسانو نومونه لرې شوي دي.
ارمان وويل، چې له نوملړ څخه په لرې شوو نوماندانو کې يوه مېرمنه هم نشته.
د هغه په وينا، د بلخ ولايتي شورا په ايستل شوو کانديدانو کې اسدالله احمدزی، اميرالله اميني، ډاکټر دوست محمد جاهد، اميد ناصري، سيد حسين حسيني او حاجي نورالله باختري شامل دي.
ارمان وويل، چې دغه نوماندان د اسنادو د کمښت، د تحصيلي اسنادو نيمګړتيا، د ټاکنو د کارتونو کمښت او له دولتي پوستونو د نه استعفا له امله له لومړي نوملړ څخه لرې کړای شوي دي.
خو د بلخ ولايتي شورا ته ځيني نوماندان، چې نومونه په لومړي نوملړ کې نه دي خپاره شوي، وايي، چې لا هم دوی نه پوهېږي، چې په کوم دليل د دوی نومونه له نوملړ څخه لرې شوي دي.
ډاکټر دوست محمد جاهد چې له خپاره شوي نوملړ کې يې نوم نشته، پژواک اژانس ته وويل، چې دی لا هم نه پوهېږي، چې ولې يې په نوملړ کې نوم نه دي خپور شوی.
نوموړي زياته کړه: ((زه د ټاکنو کمېسيون ته تللی وم، خو ما ته يې هغه دليل روښانه نه شو کړای، د کوم له امله چې زما نوم د کانديدانو له لېست څخه لرې شوی دی.))
د هغه په وينا، د بلخ د ټاکنو له کمېسيون څخه يې د شکايتو فورمه اخيستې ده، چې د خپلې کانديدۍ د سپيناوي په اړه هڅې وکړي.
خو د بلخ د ټاکنو د کمېسيون مشر وايي، هر لرې شوی کانديد حق لري، چې د ځان د نوماندۍ د سپيناوي په اړه د شکايتونو فورمه واخلي او ځان ثابت کړي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.