Add new comment

4 injured as rebels fire at wedding guests

 
پل علم (پژواک ٦ تله ٩٢): د لوګر چارواکي وايي، چې وسله والو طالبانو تېره شپه د ولايت د مرکز اړوند سيمه کې د واده پر يوه کور بريد کړى دى.
د والي وياند دين محمد دروېش د تلې په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه پرون تر ماښام وروسته د ولايت د مرکز پل علم ښار د دويمې حوزې اړوند د اوني سفلى په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې په دې سيمه کې د واده په مراسمو کې د ملي اردو يوه صاحب منصب هم ګډون کړى و او وسله والو طالبانو غوښتل  چې هغه وتښتوي.
دى وايي، د ملي اردو دغه چارواکى چې کله له پېښې خبر شو، نو سمدستي يې پر وسله والو ډزې وکړې، يو تن يې وواژه او بل يې ټپي کړ.
دروېش وايي، چې تر دې پېښې وروسته ګڼ شمېر نور وسله والو پر موټرسايکلونو راغلل او د واده پر کور يې ډزې وکړې او څلور تنه يې ټپيان کړل.
د هغه په وينا،  ټپيان،  چې يوه ښځه او يو ماشوم هم په شامل وو، روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
د عبدالحبيب په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل، چې دا سيمه د امنيه قوماندانۍ په يو کيلومترۍ کې موقعيت لري، خو طالبان په ډاډه زړه راغلل او تر بريده وروسته په ډاډه زړه وتښتېدل.
هغه زياته کړه، چې دې پېښې د واده د کور خوشالي پر غم ور واړوله.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، پرون په دغه ولايت کې د يوه بريد په ترڅ کې د محمداغې ولسوالۍ ښاروال ټپي شو او ديوه ښوونکي درې تنه ووژل شول.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.