Add new comment

No presidential runner registered yet: IEC

 
کابل (پژواک ٣٠ وږى ٩٢): نن ترغرمې ٤٨ احتمالي کانديدانو د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو لپاره د معلوماتو ځانګړې پاڼې اخيستي ،خو  يوه  يې هم نوم ليکنه نه ده کړې.
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د دارلانشاء مشر ضياءالحق امرخيل نن په کابل کې خبريالانو ته د دې څرګندونو تر څنګ وويل، چې ١٨٨٥ تنو ولايتي شوراګانو ته د کانديدۍ په موخه معلوماتي پاڼې ترلاسه کړي او له دې ډلې  تر اوسه ٢٤٦تنو نوم ليکنه کړې، چې ٢٧ يې ښځې دي.
هغه وويل،د هغو کسانو له ډلې ، چې د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو لپاره د معلوماتو ځانګړې پاڼې يې اخيستي ، دوه  تنه يې ښځې دي .
ده چې نن غرمه مهال يې خبرې کولې په دې اړه چې تر اوسه د ولسمشرۍ لپاره هېچا هم نوم ليکنه نه ده کړې ، وويل  : " موږ له دې نه انديښنه ځکه نه لرو ، چې د ولسمشرۍ د کانديداتورۍ لپاره د تيرو ټاکنو په پرتله شرايط سخت شوي  او کانديدان هم وخت ته اړتيا لري. "
د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټولټـاکنو لپاره د کانديدانو د نوم ليکنې رسمي پروسه د وږي په ٢٥مه پيل شوه او د تلې د مياشتې تر ١٤مې به دوام کوي. د کانديدانو وروستى نوملړ د لړم په ٢٥مه اعلانېږي.
امرخېل دا هم وويل ، چې تر اوسه د هېواد په کچه ١،٤ ميليونه کسانو د رايو ورکولو په موخه  نوم ليکنه کړې ، چې ٤سوه زره يې ښځې دي .
 هغه زياتوي،چې د نوم ليکنې مرکزونه هره ورځ د سهار له اتو د مازيګر تر څلورو بجو او د پنجشنبې په ورځ له اتو تر يوې بجې  پرانيستي وي.
د امرخېل په وينا، د تلې تر پنځمې به د ولايتونو او ولسواليو په مرکزونو کې د نوم ليکنې پروسه روانه وي، خو   تر هغه وروسته به د همدې مرکزونو کارکوونکي به په ګرځنده ډلو ووېشل شي او په کليو کې به نوم ليکنه پيل کړي .
د ټاکنو خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې، د راتلونکې دورې ټاکنو لپاره ټاکنيز کمپاين د روان لمريز کال د لړم په ٢٦مه پيلېږي او د ١٣٩٣ لمريز کال د وري تر ١٣مې به ادامه ولري.
د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکي کال د وري په ١٦مه ترسره کېږي .

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.