Add new comment

چارواکي : په اروزګان کې د نوم ليکنې پر وړاندې ستونزې نشته

 
ترينکوټ ( پژواک ٢٧ وږى ٩٢): په اروزګان کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون چارواکي وايي، چې په مرکز او ولسواليو کې يې د نوم ليکنې بهير له ستونزو پرته پر مخ روان دى.
په اروزګان کې د ټاکنو د سيمه ييز دفتر مشر عبيدالله عثماني پژواک اژانس ته وويل، چې په ټولو مرکزونو کې نوم ليکنه روانه ده او د مېرمنو لپاره د نوم ليکنې ځانګړي مرکزونه پرانيستل شوي دي.
 د عثماني په خبره، په ولسواليو کې به د نوم ليکنې مرکزونه يوه مياشت وروسته وتړل شي ،خو په مرکز کې به د نوي لمريز ١٣٩٣ کال د ورې تر پنځمې پرانيستي وي، تر څو څوک له نوم ليکنې پاتې نه شي.
 هغه زياتوي، په اروزګان کې تر پخوا امنيت ښه شوى ، په تېرو دورو کې به يې د ټاکنو توکي د ايساف په چورلکو کې لېږدول، خو دا ځل يې د افغان ځواکونو په مرسته د ځمکې لارې ولېږدول.
ده وويل ، د اروزګان خلک غواړي، چې په راتلونکو ولسمشر يزو او ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې د خپلې خوښې کانديد ته رايه ورکړي.
 د مرکز ترينکوټ اوسېدونکى نوراغا وايي، چې کارت يې اخيستى او غواړي د ولسمشرۍ او ولايتي شورا په ټاکنو کې رايه  وکاروي.
د ده په وينا، داسې کس ته به رايه ورکوي، چې ولس ته خدمت وکړي او د حکومت کولو وړتيا ولري.
د اروزګان يوبل اوسېدونکى ګلالى هم  وايي، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شورا وړ کانديد ته به رايه ورکړي او دغه راز له خلکو يې غوښتنه وکړه، چې د ټاکنو کارتونه واخلي.
سره له دې، چې په اروزګان کې د ټاکنو د سيمه ييز دفتر چارواکي په دې ولايت کې د نوم ليکنې بهير له ستونزو خوندي بولي،خو د ځينو اندېښنو له امله د کارت اخيستونکو شمېره نه ښيي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.