Add new comment

Farah prisoners go on hunger strike

 
فراه (پژواک ٢٣ وږى ٩٢): معتبرې سرچينې وايي، چې د فراه د محبس ١٨٢ زندانيانو له وړمې ورځې راهيسې د نه خوړو اعتصاب پيل کړى دى.
د فراه د محبس يوه چارواکي، چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه محبس ١٨٢ زندانيانو د وړمې ورځې له شاوخوا لسو بجو د نه خوړو اعتصاب کړى او تر اوسه ( له غرمې وروسته ٤ بجې ) دوام لري.
د ده په وينا، زندانيان وايي، له دې امله يې اعتصاب کړى، چې دوسيې يې نه څېړل کېږي او د بند مودې له هغو تخفيف څخه محروم شوي، چې د ولسمشر د فرمان له مخې بايد په پام کې نيول شوى واى.   
د فراه ولايت يوې بلې سرچينې هم دغه اعتصاب تاييد کړ او ويې ويل، چې د موضوع د څېړلو لپاره يو پلاوى ټاکل شوى او کار يې پيل کړى دى.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ويلي، يادو کسانو ځکه اعتصاب کړى، چې بد چلند ورسره کېږي، دوسيې يې نه څېړل کېږي او د بند د مودې له تخفيف څخه محروم شوي دي.
ده د بشري حقونو له سازمانونو غوښتي، چې دغو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د دغه محبس مدير سمونوال عبدالقيوم اعظمي وايي، چې په دغه زندان کې هېچا هم اعتصاب نه دى کړى.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.