Add new comment

Cross-border missile strike claims 2 lives

 
اسعداباد (پژواک ٦ وږى ٩٢): د کونړ پر دانګام ولسواليو د پاکستانيو بريدونو له امله دوه ملکي وګړي وژل شوي او يو جومات شهيد شوى دى.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د وږي په ٦ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېر ماخوستن د پاکستاني پوځيانو له خوا پر دانګام ولسوالۍ توغندي توغول شوي دي.
هغه زياته کړه، يو توغندۍ پر يوه جومات  لګېدلى چې له امله يې دوه لمونځ کوونکي وژل شوي او جومات هم زيانمن شوى دى.
د نوموړي په وينا، په سرکاڼو ولسوالۍ د وسله والو طالبانو له خوا توغول شوې د هاوان مرمۍ پر يوه کور لګېدلې، چې له امله يې يو ماشوم وژل شوى او څور نور ژوبل دي.
سيدخېل وايي، چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، له تېرو دوو کلونو راهيسې د پاکستان له خوا پر کونړ او نورستان د بريدونو لړۍ روانه ده، چې له امله يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.