Add new comment

Police detain rape victims’ spouses

 
سرپل ښار (پژواک ٥ وږى ٩٢): د سرپل پوليسو پر دوو ښځو د جنسي تېري کوونکو پر ځاى د هغوى خاوندان نيولي او بنديان کړي يې دي.
د سرپل د ښځو چارو رييسې نسيمې ارزو د وږي په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د جنسي تېري دغه پېښه شاوخوا يوه مياشت مخکې (د روژې ١٢مه) په سنچارک ولسوالۍ کې رامنځته شوې وه.
هغې زياته کړه، چې د سيمې د قومي مشرانو په زور او وېرې د يادو ښځو کورنۍ دا موضوع پټه ساتلې وه، خو اوس دغه ښځې د ولايت مرکز ته راغلې او والي ته يې خپل شکايت کړى دى.
نسيمې وويل، چې د يادې ولسوالۍ پوليسو د دې پر ځاى چې پر دغو ښځو تېري کوونکي ونيسي، د هغو مېړونه يې نيولي او بنديان کړي دي.
د نوموړې په وينا، د سنچارک د اب کلان کلي دوو ځوانانو، چې عمرونه يې د٢٠ او ٢١ کلونو تر منځ دي، د شپې له خوا يوه کور ته ننوځي او د دوو کسانو پر ښځو ، چې په خپلو کې د تره زامن دي، جنسي تېرى کوي.
دا وايي، دغو ځوانانو هڅه کوله، چې د دې کورنۍ پر دوو پېغلو جنسي تېرى وکړي، خو دا پېغلې د يادو ښځو په مرسته په تېښته بريالۍ کېږي، خو دغه ځوانان بيا پر دې ښځو جنسي تېرى کوي.
د سرپل د ښځو چارو رييسې په دې پېښه کې د قومي مشرانو او پوليسو پر رول سخته نيوکه وکړه او د يادو ښځو د مېړنو د ژر تر  ژره خوشې کولو غوښتنه يې وکړه.
يادې ښځې دوه ورځې مخکې د سرپل له والي سره ليدلي او خپلې ستونزې يې ورسره شريکې کړې دي.
له دې ښځو څخه يې يوې پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى مېړونه مازديګر ناوخته غرونو ته د خس او لرګيو راوړلو په موخه ځي او ډېرى مهال شپه پرې همالته تېريږي او بيا سهار راځي.
د هغې په وينا، د شپې يوه بجه د سيمې دوه ځوانان يې کور ته ورغلل او هڅه يې کوله، چې پر پېغلو جنسي تېرى وکړي، خو دوى يې مخه ونيوه، هغوى يې وژغورلې او دوى په خپله د دې پېښې ښکار شوې.
د سرپل امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرووف تاج ياده پېښه تاييدوي او زياتوي ، چې د پوليسو له خوا د يادو ښځو د مېړونو بندي کول غير قانوني کار دى.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې دوى د دې پېښې په اړه کلکې څېړنې پيل کړي او ډېر ژر به بندي کسان خوشې او اصلي مجرمين به د قانون منګولو ته وسپاري.
تاج وايي، چې له تېري کوونکو يې يو تن نيولى، خو بل په تېښته بريالى شوى او د نيولو هڅې يې روانې دي.
د يادونې ده، تر دې مخکې هم په سرپل ولايت کې د جنسي تېري پېښې رامنځته شوې دي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.