Add new comment

NSP engineers, drivers kidnapped in Herat

 
هرات ښار (پژواک ٤ وږى ٩٢): د هرات په ګلران ولسوالۍ کې د ملي پيوستون شپږ کار کوونکي تښتول شوي دي.
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي د وږي په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په تښتول شوو کې څلور انجنيران او دوه نور موټر چلوونکي دي.
هغه زياته کړه، چې دغه کسان تېر مازديګر له ګلران ولسوالۍ څخه د بېرته راستنېدو پر مهال د ولسوالۍ مرکز ته نږدې څو وسله والو موټرسايکل سپرو تښتولي دي.
احمدي وايي، د تښتول شوو د ژغورلو په موخه يې هڅې پيل کړي او وايي چې تر اوسه يې د تښتولو انګېزه نه ده معلومه شوې.
د هرات د کليو پراختيا رياست مرستيال انجنير محمدقاسم ايوبي هم د پېښې په پخلي سره وويل، چې ياد کسان په ګلران ولسوالۍ کې د ملي پيوستون کار کوونکي وو.
هغه زياته کړه، چې هغوى د سياسي موخو نه، بلکې خلکو ته د خدمت لپاره يې کار کاوه او له تښتوونکو غواړي، چې را خوشې يې کړي.
تر اوسه د يادو کسانو د تښتولو مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
څو ورځې مخکې په دغه ولايت کې د سړک جوړونې ٩ کار کوونکي وژل شوي وو.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.